طالبانو ته ایران نوی دستور ورکړی

comments 0

205 Views

هندوکش ـ هرات:هرات کې د سولې له پروسې سره یوه ډله یو ځای شوي طالبان وایي، ایران ورته امکانات برابرول چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې مخه ونیسي.

هرات کې یوه لس کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یو ځای شوې او له هغه رازونو یې پرده پورته کړې چې د ایران او طالبانو تر منځ دي.

د دې لس کسیزې ډلې مشر وایي، ایران په سرحدي سیمو کې ورته روزنیز مرکزونه برابر کړي، په افغانستان کې د جګړې لپاره امکانات ورته برابروي چې د ټاپې پروژې د تطبیق مخه ونیسي.

خو هرات کې د ایران کونسلر بیا د سولې له پروسې سره یو ځای شوي کسانو خبرې د کابل او تهران د اړیکو د خرابیدو لپاره یادوي.

له دې سره د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ډاډ ښودلی چې د سولې له پروسې سره یو ځای شویو کسانو لاسنیوی به کوي.

Share this page to Telegram

Comments