طالبانو تخار ولایت کې یو دیني عالم وژلی دی

comments 0

303 Views

هندوکش ـ تخار: د تخار ولایت ځایي چارواکي وایي،چې وسلوالو طالبانو د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې یو تن دیني عالم وژلی دی.
وژل شوی دیني عالم مولوي عین الله خلیاني نومیږي ،نوموړي دیني عالم په هېواد کې روانه جګړه ناروا بلله او د افغان ځواکونو ملاتړ یې کاوه.
د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي،چې وسلوالو طالبان د سولې هوکړه لیک خلاف عمل کوي او په هېواد کې هغه دیني عالمان هدف ګرځوي،چې ملي ګټو ته ژمن وي.
د یادونې وړ ده،چې تیره ورځ کابل کې هم طالبانو یو تن دیني عالم د جمعې لمانځه پرمهال وژلی او څو تنه لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments