طالبانو بیا له افغانانو سره جګړه اعلان کړه / بریالۍ ویاړ

comments 0

0 Views

وروسته له هغې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرو ډلو پرضد امنیتي او دفاعي پلان اعلان کړ، طالبانو پسرلني عملیات اعلان کړل او په لومړۍ ورځ یې ځینو سیمو کې ملکي وګړي د جاسوسۍ په تور نښه کړي دي.

افغان ځواکونو د خلکو د خوندیتوب او هوساینې لپاره د خالد په نوم پلان اعلان کړ چې لوی لارې به ساتي، له خاورې او ناموس به دفاع کوي، خو طالبانو بیا د خپلو بادارانو په غوښتنه جګړه اعلان کړه چې د سولې خبرې سبوتاژ کړي.

دا اوس ټولو افغانانو ته واضح ده چې افغان حکومت سولې ته قوي اراده لري او په دې برخه کې یې روښانه پالیسې اعلان کړې، خو طالبان چې د جګړې لپاره جوړ شوي هیڅکله په سوله باور نه لري او هغه څه چې ترې ایران، پاکستان، روسیه او نور ملاتړي هېوادونه غواړي همغه کار کوي.

طالبان په فریبانه تبلیغاتو احساساتي ځوانانو جګړې ته استخداموي او بیا یې د جګړې په لیکو کې د افغانانو پرضد جنګوي، طالبان نه یواځې په افغانستان بلکې د نورو هېوادونو څخه هم ځوانان راولي او دلته یې د پردیو ګټو لپاره جنګوي.

د طالبانو مشران چې د سولې د استازو په نوم قطر، اسلام اباد، تهران او مسکو کې پراته دي، اولادونه یې خوندي او پردي اولادونه جګړې ته هڅوي او بیا د جهاد نوم ورکوي.

دا اوس ښکارده چې اندونیزیا، سعودي او کابل کې زرګونه دیني علماوو فتوا ورکړه چې په افغانستان کې د طالبانو جګړه هیڅ اسلامي مشروعیت نه لري او دا جګړه د پردیو هېوادونو د ګټو لپاره ده او نباید پرې اسلام او جهاد نوم بدی شي.

خو له دې ټولو سره طالبان هڅه کوي هر هغه څوک مرتد او مزدور یاد کړي چې د دوی جګړه ناروا یادوي، طالبانو ډيری دیني عالمان شهیدان کړل چې د دوی جګړې ته یې ناروا ویله او په سوله یې ټینګار کو.

د دې تر څنګ طالبانو خپل منځو کې هم یو بل وژلي چې د جګړې پر ځای سوله غواړي، د طالبانوپه لیکو کې ډيری کسان په همدې له منځه لاړل او یا بندیان دي چې د جګړې پر ځای یې د سولې په خبرو تمرکز درلود.

طالبانو له اتلس کلونو جګړې وروسته هیڅ لاس ته راوړنه نه لری، پرته له دې چې کلونه یې افغانستان له پرمختګ راوګرځو او زرګونه انسانان یې د جګړې قرباني کړل، د طالبانو د رهبرانو اولادونه خوندي دي او پردي اولادونه د نشه يي توکو د قاچاق، بهرنیو پروژو او کانونو د غلا لپاره جنګوي.

Share this page to Telegram

Comments