طالبانو بیا د ملکي وګړو منځ کې جګړه وکړه / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

هر هېواد او ټولنه کې چې کله جګړه وي، بیا د جګړې اړخ او د جګړې خط مالوم وي، خو طالبانو کلونه دا خطونه او دا قوانین مات کړي او د خپل وحشت لپاره چې هر ځای یې خوښه شي، هلته برید او جګړه کوي.
د افغان ځواکونو خطونه له طالبانو سره په ټولو ولایتونو کې مالوم دي، خو طالبان له دې سره سره بیا هم غواړي ښارونو ته د جګړې لپاره لاړ شي او د خلکو له منځ څخه پر افغان ځواکونو او خلکو ډزې وکړي.
دا ښکاره خبره ده چې د طالبانو هدف له جګړې دا نه دی چې افغان ځواکونو سره جګړه وکړه او یا افغان ځواکونه د جګړې قربانی کړه، د طالبانو په دې ډول بریدونو کې هدف واضح دی، طالبان یواځې غواړي داسې ځای برید وکړي چې رسنۍ پرې خبرې وکړي او نړیوال پرې هم خبر شي.
ډله ییزو بریدونو کې نور هیڅ ګټه طالبان نه کوي، یواځینی هدف دا دی چې طالبان غواړي د خلکو منځ کې جګړې سره وحشت وښيي او خلکو کې ډار پیدا کړي.
ولې طالبان د خلکو منځ ته ځي او بیا جګړه کوي؟
تازه تاسو ولیدل چې د شنبې ورځې د طالبانو درې ځآنمرګي بریدګر د بادغیس مرکز قلعه نو کې یو هوټل ته دننه شول، په دې هوټل کې ملکی وګړي و، طالبانو هرې خوا چاودنې وکړې او بیا یې پر خلکو او افغان ځواکونو ډزې پيل کړې.
افغان ځواکونو دا ډله کسان په کم وخت کې مهار کړل، یو یې وواژه او دوه نور یې نیولي او تر پوښتنو لاندې دي.
طالبان په دې ډول بریدونو سره غواړي د سولې په میز باندې لږ زیات امتیاز واخلي خو ایا دومره به څوک احمق وي چې طالب ته د ملکی وګړو په وژلو امتیاز ورکړي، ایا حکومتونه او ډلې نه پوهیږي چې دا قراردادي قاتلین دي چې هدف یې یواځې وحشت دی.
طالبانو له دې برید هیڅ په لاس نه دي راوړي، یانې لس کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې چې ملکي وګړي پکې زیات دي، خو طالب څه وکړل، هدف د وژلو دومره نه و لکه د دې برید د تبیلغاتو څخه ګټه اخیستل.
طالب ته بادغیس کې ډير کمربندونه او د جګړې خطونه شته چې کولی یې شول جګړه وکړي او هغه هدف چې لري یې پوره یې کړی، یو دا چې طالب له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه نه شي کولی او بله دا چې د جګړې په خط کې د طالب د وحشت یادوونه څوک نه کوي.
طالب همداسې ځای بریدونه کوي او ملکي وګړو ترمنځ ویره خپروي چې خلک خبرې وکړی، د سولې غوښتنه وکړي، حکومت ملامت کړي، پر حکومت فشار راوړي او داسې نورې ډيرې کیسې شته چې طالبان غواړي پّه دې ډول بریدونه سره ورته ورسیږي.
ما د دې برید عکسونه ولیدل چې هرې خوا ماشومان او ښځې منډې وهي او طالب له وحشت ځان پنا کوي، طالب که سوله هم وکړي دا وحشتونه به یې تاریخ تیر نسل ته انتقالوي چې څنګه یې د افغانانو د وژل کیدو لپاره له بهرنیو پيسې اخیستلې.

Share this page to Telegram

Comments