طالبانو بیا د تورې دورې نقشه جوړه کړې/ لومړۍ برخه

comments 0

0 Views

د ټالیب د جوړیدو هدف او مقصد هماغه د عباس ستانکزي خبرې دي. ټالیب پاکستان ستا جوړولو ته نه بلکې ستا ورانولو ته جوړ کړی. ټالیب که په قدرت شي نو نظام به دې ړنګیږي، اردو به دې منحلیږي، جوړښتونه به دې له مینځه ځي، بهرنۍ پالیسي او لویې کورنۍ فیصلې به د پاکستان په لاس کې وي.
بیا به هماغه قمچین یا دوره وي او د افغانانو ملا به وي. بیا په غازي سټیډیوم کې د لوبو په ځای وحشي سزاګانې وي. بیا به د نړۍ د هر ځای ترهګر د ترهګرۍ لپاره افغانستان ته راروان وي. بیا به عیاش عرب دخپلو کناهو مینځلو لپاره دلته راځي.
له مذهبي جنونیته مو راوځئ. دلته د ملک د بقا خبره ده. د خپل خیالي جنت لپاره په ټول هیواد باندې تجارت مه کوئ. له سعودیانو، ترکانو، پاکستانیانو، ایرانیانو او نورو یې زده کړئ چې د ملک خبره یې شي نو له ملا نه تر عامي پورې ټول تر خپلې عقیدې هم هیواد ته ډیر وفادار دي. خو ته د امان الله خان له وخته دا هیواد د خپلې عقیدې لپاره قربانوې. نور خو هوښیار شه.
ملته که دا ځلې هم د پاکستان د لوبې قرباني شې بیا نو په تا هیڅوک هم ملامت نه دي. بیا ته د دې مستحق یې چې خوار، ذلیل او د نورو محتاج ژوند وکړې. بیا له تا سره همدا جوړیږي چې د پاکستان او ایران تر لغتو لاندې ژوند وکړې. بیا نو ته د رحم لایق نه یې.
دولت مو که هر څنګه دی خپل مو دی، ورسره ودریږئ. که دولت کې مشکلات وي نو ورو ورو به حل شي. که مونږ ته حل نشي نو زمونږ اولادو ته خو به حل شي. خو که دولت مو له لاسه ورکړ بیا به مو درې نسله په مهاجرتو او کورنیو جګړو کې را لوی شي.
لږ له عقله کار واخلئ. دا کمزوری خپل دولت مو تر کورنیو جګړو درته ښه دی. ځکه نو د ډلو په ځای مو له خپل دولت سره ودریږئ. دولت مو هم سوله غواړي خو د نظام، خپلواکۍ او انساني حقوقو په قیمت نه. دولت مو باعزته او دوامداره سوله غواړي نه پاکستان ته تسلیمي.
وخت راغلی چې پښتانه د ټالیب، داعش او حکمتیار په ځای د خپل دولت ملاتړ وکړي او تاجیک، ازبک، هزاره او نور قومونه د خپلو جنګسالارانو په ځای له خپل دولت سره ودریږي. که دوی داسې ونکړي نو لرې نه ده چې بیا د نویمې لسیزې په سرنوشت اخته شي.
د موقت حکومت غوښتونکي یو شمیر له چوکیو لرې کړای شوي کسان او د دوی پلویان دي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره دغه نعره پورته کوي. کنه کوم مشکلات دي چې پدې حکومت کې نشي اصلاح کیدای او موقت حکومت باندې حل کیږي؟
موقت حکومتونه هغه ځایو کې جوړیږي چیرته چې د دولت چوکاټ نه وي. خلک موقتي حکومت جوړوي تر څو د دولت لپاره یو چوکاټ جوړ کړي او په همدې اساس وروستني مشران انتخاب کړي. مونږ نور موقت حکومت ته ضرورت نلرو. هر پنځه کاله پس ټاکنې کیږي. که څوک غواړي حکومت وکړي نو ټاکنو ته دې ودریږي.
موقت حکومت د هیڅ کوم درد دوا نه ده بلکې خپله یو اضافه سردرد دی چې ډیر نور مشکلات به وزیږوي او هیواد او ملت به ورسره زیانمن شي.
همدارنګه موقت حکومت د پاکستان یو له لویو غوښتنو څخه ده چې پدې طریقه غواړي د دولت شته چوکاټ له مینځه یوسي او له غني سره هم لکه نجیب غوندې کار وکړي. زمونږ خاینان او ناپوهان هم د پاکستان دا غوښتنه تکراروي. خوشبختانه ډیری افغانان نه غواړي زوړ تاریخ بیا تکرار شي او پرته له یو څو ضدیانو د ملت هیڅ کتله هم موقت حکومت نه غواړي.
لنډه دا چې په موقت حکومت مو هیڅ درد هم نه دوا کیږي برعکس تاوان یې دا دی چې پدې حساس وخت کې درته نور مشکلات وزیږوي. نن ورځ موقت حکومت غوښتل داسې دي لکه یو څوک چې پرتوګ په نیکر بدلوي.
موقت حکومت داسې دی لکه یو کس چې د بارانو په وخت کې یو جوړ کور وران کړي او د بل په جوړولو لګیا شي. دا چې دغه کور به جوړ شي او که نه هیڅوک نه پوهیږي ځکه هیڅ ضمانت نشته چې د کور په جوړښت به ټول موافق شي او یو ځل بیا به د نجیب دوره تکرار نشي او دا شته کور به هم له لاسه لاړ نشي. د دې هم هیڅ ګرنټي نشته چې دغه موقت حکومت به تر اوسني حکومته بهتر وي او په مقابل کې به یې څوک سلاح پورته نکړي.

Share this page to Telegram

Comments