طالبانو بیا د تورې دورې نقشه جوړه کړې/ دویمه برخه

comments 0

0 Views

دا شته حکومت که هر څه دی بیا هم د خلکو د رایو په مټ راغلی. خو هغوی چې موقت حکومت غواړي هدف یې څه دی؟ یا ولې دا کار کول غواړي؟ کوم مشکلات دي چې پدې حکومت کې نشي اصلاح کیدای او موقت حکومت باندې حل کیږي؟
بیا په کوم معیار به د دې موقت حکومت ولسمشر ټاکل کیږي؟ د کوم میکانیزم په اساس به ټاکل کیږي. آیا د دې ضمانت شته چې ټولې خواوې (ټالیب، ټلواله، دولت، اتمر او نور…) به دغه کس د ولسمشر په حیث ومني؟
تر موقت حکومت وروسته طرحه به څه وي یا بل ولسمشر به د کوم معیار په اساس راځي؟ ټاکنې؟ لویه جرګه؟
سمه ده لویه جرګه. ښه له لویې جرګې نه پس به بیا هر ځل ولسمشر په کومه طریقه انتخابوو؟ ټاکنې؟
خو هر څومره چې مخکې لاړ شو اخر به هم د ټاکنو په مټ ولسمشر انتخابوو.
ښه اوس ولسمشر څنګه انتخابوو؟
د ټاکنو له لارې.
چې اخر به هم ټاکنو ته راځو نو ولې دومره مزل وکړو چې بیرته همدې حالت ته راشو. او خدای خبر چې بیا به دې حالت ته هم راورسیدلای شو او که نه لاره کې به بیا د قدرت په سر کورنۍ جګړې او داخلي کشمکش هیواد وران کړي او دا شته جوړښتونه هم له مینځه یوسي.
اوس خو دا دی چوکاټ تیار جوړ دی. راځئ ټاکنو ته ټول ودریږئ. که هر چا وګټله هغه به موقت نه بلکې د خپلې دورې تر پایه قانوني ولسمشر وي. هغه کولای شي د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په مرسته په قوانینو کې بدلون راولي. په موقت حکومتونو د نظام جوړ چوکاټ اوس مه خرابوئ هسې نه چې دا چوکاټ هم بایلئ او بیا د دې چوکاټ ارمان وکړئ.
نو که ریښتیا هم د هیواد ګټه غواړئ شته سیستم ته په قانوني شکل ورننوځئ او د ورانولو په ځای یې اصلاح کړئ.
پدې اړه د ولسمشر غني له دریز سره موافق یم ځکه نه غواړم جوړ نظام او دولت مو د موقتي حکومت لپاره یو ځل بیا قرباني شي.
کله مو فکر کړی چې که ټالیب دا نژدې ۲۰ کاله درباندې حاکم وای اوس به مو څه بد حال وو. پاکستان به مو میلونونه ځوانان په ټالیبي فکر را لوی کړي وو. څه توره دوره به وه. انسانیت، پرمختګ او ښه ژوند به راته کفر ښکاریده. ټولو به د مرګ لپاره ژوند کاوه. دا نسبي فردي ازادي به مو هم نه درلوده. حتا پخپل وجود به هم راته د ټالیب یا بل مذهبي واک سم ښکاریده. د پاکستان د پوځ تر لاس لاندې په یوه نسبتاً باامنه بندیخانه کې به مو ژوند کاوه. د سر کسان به مو چې راټوکیدل نو دوی به له مینځه وړل او څوک به یې سر پورته کولو ته نه پريښوده. کدرونه به مو ملایان او دینپوهان وو. د ښه سړیتوب معیار به عقیده وه. پاکستان به مو اسلامي ورور وو او په هر ځای کې به مو د پاکستان تر بیرغ لاندې جهادونه کول. لکه د نن ټالیب پلوو غوندې به هیواد، بیرغ، شناخت، دولتي بنسټونه او نورو راته هیڅ اهمیت نه درلود. هر یو به دې ته تیار وو چې ملت په امت قربان کړو. امان الله خان به بد وو او حبیب الله کلکاني به مو قهرمان وو. لکه د ټالیب د وخت په شان به خلکو عرب، ازبک، پنجابي او نورو ترهګرو ته مجاهدین ویلې او لکه میلمنو به یې عزت کاوه. عرب به د خپلو ګناهو تویلو لپاره افغانستان ته راتلل او د بیرته تلو په وخت کې به یې افغان پیغلې د پاکستان په میدانو کې پریښودې.
کله چې یوه مفکوره په یوه ټولنه ډیر وخت حکومت وکړي د دغې ټولنې نوي نسلونه بیا دغه مفکوره خپله ګڼي. او که دغه مفکوره ډیر وخت دوام وکړي نو د سیمې په کلتور بدلیږي او خلکو ته بیا همدا مفکوره سمه او نورمال ښکاري. بیا د دې مفکورې په اساس د نورو خلکو په اړه قضاوت کوي. ښه مثال یې مونږ یو. کله چې عرب راغلل نو زمونږ په نیکونو یې ښه ظلمونه وکړل تر دې چې لسګونه زره ښځې یې ترینه وینځې کړې. خو دوه درې نسله وروسته افغانان داسې د عربو تابع شول چې بیا یې د عربو لپاره هر ځای جنګونه کول. نن مو ډیری مذهبي افغانان خپل هغه نیکونه چې د عربو په مقابل کې یې د خپل ناموس او خپلې خاورې دفاع کوله بد ګڼي او جاهل ورته وايي خو یرغلګر عرب بیا ښه ګڼي.
همدغسې که ټالیب په قدرت کې پاتې شوی وای نو نور خو پریږده چې ان د خلقیانو زامنو به هم د اسلام په نوم د پاکستان په دفاع کې له هند سره جنګونه کول. (چې په پنځو کلونو کې یې یو زیات شمیر د خلقیانو زامن مذهبي افراطیان کړل نو په شلو کلو کې یې دا هم پرې کول).
بس پدې هم خوشاله اوسئ چې وحشي ټالیب دا نژدې شل کاله ستاسې په فکرو کار نه دی کړی کنه نن به ډیری افغانان مذهبي افراطیان وو او مذهبي افراط به په افغان ټولنه کې یو عادي او سم کار ګڼل کیده. نه به مطالعه وه، نه به ټکنالوژي وه، نه به فیسبوک وو، نه به موسیقي وه، نه به ساینس وو، نه به پوښتنه وه، نه به ازادي وه بس یوازې اطاعت او د پټو سترګو منل به وو. لنډه دا چې ساه به مو چلیده خو نور به مړه وو.
یو زیات شمیر ټالیبان او پلویان یې لا تر اوسه هم دا نه مني چې ټالیب د پاکستان د ګټو لپاره پاکستان جوړ کړی او هغه څه کوي کوم چې پاکستان ورته وايي. دوی هم لکه عامو مجاهدینو فکر کوي چې پردي غلامان نه دي او یوازې د خپل خدای د رضا لپاره جهاد کوي او وطن ته به یوه ورځ اسلامي نظام راولي.
البته ټالیبي مشران او یو شمیر پلویان یې پوهیږي چې د پاکستان ملیشه ده خو شخصي ګټې یې پکې دي ځکه حقیقت نه وايي. هماغسې چې ګلبدین، رباني او نورو د خپلو شخصي ګټو لپاره د پاکستان پلانونه عملي کول خو د غریبو زامنو ته به یې ویلې چې جهادونه وکړئ. د ټالیب هم هماغه حال دی. مشران یې ګټې کوي خو د غریب احمق زامن بیا جهادو ته لیږي.
اوس څه باید وشي چې دغه ناپوه ټالیبان او پلویان یې پدې خبره پوه شي چې دوی د پاکستان د ګټو او د افغانستان د تاوان لپاره جګړه کوي؟
البته یوه ډله خلک لکه ملا سلام کمزوری به تل د پاکستان ملاتړ کوي. د دوی اصلاح ناممکنه ده. زه یوازې هغه ساده ګان یادوم چې ټالیبانو او ټالیب پلوو غلط کړي.

Share this page to Telegram

Comments