طالبانو بیا خپل کار کړی دی // سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره يا (يوناما) وايي، د روان ميلادي کال په نيمايي کې نږدې څلور زره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسوولیت دا ځل ۳۸ سلنه پر طالبانو دی، په داسې حال کې چې طالبانو تر دې د زیاتو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل دي
کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې د ۲۰۱۹ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ملکي تلفاتو ارقام له رسنيو سره شريک کړل چې طالبان پکې بیا تر ټولو وړاندې دي.
تېرو شپږ میاشتو کې ۳۸ سلنه مرګ ژوبله د طالبانو لخوا رامنځته شوې، چې ۴۲۳ تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي او ۱۰۱۴ يې ټپيان کړي دي.
که څه هم د یوناما ارقام د رسنیو له ادرسه او یواځې هغه دي چې طالبانو په مخامخ ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو کې قربانی کړي، خو د طالبانو د بریدونو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله دوه چنده لوړه ده.
طالبان د ټولو هغو بریدونو مسوول ګڼل کیږي چې د خلکو له کورونو د سنګر کار اخلي او په ځوابي بریدونو کې ملکي وګړي قرباني کیږي.
یوناما دا قربانیان چې په مستقیم او نامستقیم ډول د طالبانو له کبله شهیدان شوي او ټپيان شوي پر طالبانو نه دی حساب کړي.
د یوناما په راپور کې مشترکه مرګ ژوبله بیا ۱۲ سلنه یاده شوې چې طالبان پکې تر نورو وسله والو ډلو مخکښ دي.
د یوناما په راپور کې افغان ځواکونه ۱۸ سلنه ملامت بلل شوي چې د نورو کلونو په پرتله کمه ده، افغان ځواکونه د ولسمشر غني په ځانګړی لارښوونه اوس عمل کوي او د جګړې پرمهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.
افغان ځواکونه د دې تر څنګ توانیدلي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره ډير ځانمرګي بریدونه شنډ او ډيری ماینونه خنثی کړي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه یې نیولې ده.
حکومت د سولې لپاره خپلې هلې ځلې دوه چنده کړي، حکومت د دښمن د بریدونو پر وړاندې او د محاربوي عملیاتو په جریان کې د ملکي وګړو د ساتنې او له بېځایه شویو سره د مرستې په برخه کې جدي اقدامات کړي دي.
په دې لړ کې درې اساسي ټکي، چې د ملکي وګړو ساتنه، د ملکي تلفاتو د کچې ټيټول او زیانمنو شویو خلکو سره مرسته ده، په لوړه سطحه د حکومت او امنیتي سکټور په لومړیتوبونو کې ځای لري.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، لږ تر لږه ۲۷ ټُنه چاودېدونکي توکي کشف او ضبط کړي او په دې توګه يې د یو زیات شمېر خلکو ژوند ژغورلی دی.
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ۲۰۹۹۶ قطعې ناچاوده مهمات، ځای پر ځای شوي او د پرسونل ضد ماینونه پاک کړي، چې له امله یې د ۲۰۱۸ کال د لومړیو شپږو میاشتو ۶۸۲ تنه تلفات، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۳۳ کسانو ته راټیټ کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په جولای کې د ملکي وګړو د ساتنې او د تلفاتو د مخنیوي لپآره یوه کمېټه ایجاد کړه. ملي دفاع وزارت، چې له هوايي قواوو نظارت کوي، په دې اړه په پنځو قول اردوګانو کې د لوړ پوړو چارواکو په کچه روزنیز ورکشاپونه جوړ او پای ته ورسول.
له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د ۲۰۱۹ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد په کچه له جګړو متاثره ۱۳۴۶۷ کورنیو سره عاجله لومړنۍ مرسته کړې ده. حکومت همدا راز د هغو سیمو ملاتړ کړی، چې له جګړو متاثره کورنیو ته ځای ورکوي.

Share this page to Telegram

Comments