طالبانو بیا خپل وحشت وکړ / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

طالبان چې اوس ترې په جګړه کې لار ورکه ده او د سولې دروازې پرې امریکا بندې کړي، زور یې له عامو افغانانو وباسي، طالبانو نن دوه بریدونه په پروان او کابل ولایتونو کې عامه لارو باندې کړي چې زیات قربانیان بیا هم ملکي وګړي دي.
د مالوماتو له مخې د پروان برید کې د ۴ نظامیانو په ګډون ۲۸ ملکیان شهیدان شوي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، دا قربانیان یا موټرو کې سپاره و او یا پلي و چې د طالبانو د جنایت او وحشت قرباني شوي دي.
له دې برید وروسته بل برید کابل کې په عمومي سړک د عبدالحق او صحت عامې څلور لارې تر منځ شوی چې زیات قربانیان یې ملکي وګړي دي، په دې برید کې ۶ نظامیانو په ګډون ۲۲ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۳۸ نور ټپيآن دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
طالبانو په ډیر افتخار د بریدونو مسوولیت منلی دی چې ملکي وګړي پکې وژل شوی دي، طالبان هر ځل برید کې ملکیان په نښه کوي او بیا په ډیر فریب ورسره خواخوږي هم ښيي.
په دې ډول بریدونو سره طالبانو یو ځل بیا خپل جنایت او وحشت په ډاګه کړ او دا یې وښودله چې هیڅ ډول سولې ته چمتو نه دي او یواځې تمرکز یې په جګړه دی.
که طالبانو سوله کولی بیا به افغان دولت سره میز ته ناست شوی وی، د جګړې قربانیان افغانان دي، جګړه له افغانانو سره ده خو سوله له امریکا غواړي، د طالب دا خر منطق به څوک ومني.
ولسمشر غني د دغو بشري ضد جنایتونو د سخت غندلو ترڅنګ وویل، ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د پروان زړورو ولسونو تل په مېړانه د ازادۍ، ولسواکۍ او جمهوري نظام د ارزښتونو دفاع کړې او هیڅکله به دښمن ته د دې اجازه ورنکړي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې په هیواد کې د سولې او ثبات د تامین اراده نه لري، د امریکا متحدو ایالتونو سره د مستقیمو مذاکراتو په جریان کې چې ناکام شول،افغان وژنې او زموږ پر بېګناه خلکو یې خپلو تروریستي بریدونو ته په شدت دوام ورکړی.
طالبان چې زموږ د جمهوري نظام اصلي دښمنان دي، هیڅکله به هم خپلو شومو موخوته ونه رسېږي. په افغانستان کې به سرتاسري ټاکنې وشي او زموږ زړور خلک به په ازاده فضا کې خپل سیاسي برخلیک وټاکي.
طالبان په دې ډول بریدونو سره یواځي غواړي افغانان په ژوند کې تنګ کړي او د افغانستان جګړه څو کلونه نوره هم وغځوي.
خو افغان ځواکونه به یو ځل بیا له طالبانو د دې ډول بریدونو غچ واخلي، لکه تر دې وړاندې یې چې د ورته بریدونو غچ اخیستی دی.
افغان ځواکونو باندې باور ولرئ، طالبان به خپله هڅه کوي چې خپل وحشت او جنایت وښيي خو افغانان دې د خپلو ځواکونو ترشاه ودریږي چې طالبان هدف ته ونه رسیږي.
افغانان بیا هیڅکله نه غواړي چې د طالبانو توره دوره پرې حاکمه شي، که طالبانو لس کاله نور هم جګړې ته دوام ورکړي او خلک قرباني کړي، بیا هم خلک طالبانیزم نه غواړي او طالبان دې دا خیال له سره وباسي چې ګنې یو ځل بیا به کابل باندې واکمن شي او د اسلام اباد حکمونه به تطبیق کوي.

Share this page to Telegram

Comments