طالبانو ارزګان کې مخابراتي ستنې ویجاړې کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: راپورونه وايي، وسله والو طالبانو په ارزګان کې د مخابراتي شبکو شپږ انتنونه سوځولي.
د ارزګان د مخابراتو او مالوماتي تکنالوجۍ د ریاست یوي سرچینی وویل، د مخابراتي شبکو دغه شپږ انتنونه د تېرو دو ورځو راهېسې په مرکز ترینکوټ، دهراود او چورې ولسوالیو اړوند سیمو کې سوځول شوي دې.
ولایتي چارواکې هم مني چې طالبانو ددغه ولایت په مرکز او دهراوود ولسوالۍ د لویې لارې په کلاه مرچي سیمه کې د بېلابېلو مخابراتي شبکو شپږ انتنونه سوځولي دي.
طالبان هم مني چې په ارزګان کې یي د بېلابېلو مخابراتي شبکو شپږ انتنونه سوځولي دي.
د یادي ډلي ویاند قاري یوسف احمدي وايي څو ورځي وړاندې یې د یادو مخابراتي شبکو مسوولینو ته خبر ورکړی وو چي فعالیت دي بند کړي خو دا چي مخابراتي شبکو فعالیت درلود ځکه یې د دوی انتنونه وسوځول.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments