طالبانوپه کندز ولایت کې ۱۰ تنو ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

9653 Views

هندوکش – کندز: دکندز ولایت ځايي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو دکندز ولایت په مرکز پورې اړوند سیمو کې په یوه ملکي کور باندې دهاوان مرمۍ توغولې ده،چې په ترڅ کې یې یو ملکي وګړی وژل شوی او دمیرمنو ماشومانو په ګډون ۹تنه نور تپیان شوي دي.
دیاد ولایت اوسیدونکي له وسلوالو طالبانو څخه غوښتنه کوي،چې نور دجګړې پرځاي سولې ته غاړه کېږدئ.
دا په داسې حال کې ده چې طالب وسله وال په لرې پرته سیمو کې دولت پر وړاندې جګړې لپاره له خلکو سپر په توګه کار اخلي او د خلکو له کورونو پټنځایونو په توګه کار اخلي.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د میدان وردکو سیمه ییزو خلکو او مشرانو هم حکومت پر وړاندې په داسې حال کې غبرګون ښودلې دې چې ددولت هوایي ځواک د طالبانو پر هغو سیمو بریدونه کړي چې طالبان یې د پټنځایونو په توګه کاروي او عام خلک پکې ژوند کوي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments