طالبانوپه بغلان کې د یوه ښوونکي په ګډون ۴ملکي وګړي وژلي دي

comments 0

4 Views

هندوکش ــ بغلان: د بغلان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو دبغلان ولایت په دوشې ولسوالۍ کې د یوه ښوونکي په ګډون ۴تنه ملکي وګړي وژلي دي.
د بغلان ولایت امنیه قوماندان ویاند احمد جاوید بشارت وايي،چې چې تیره شپه وسلوالو طالبانو د دوشې ولسوالۍ ګیلګۍ سیمه کې د ښوونځي سرښوونکي له خپلو دوه زامنو او یوبل ملکي وګړي سره یوځاي وژلي دي.
د قربانیانو د کورنۍ غړي وايی، چې طالب وسلوالو پرته له کومې ګناه یاد کسان وژلي دي.
بل لوري د بغلان امنیتي چارواکي وايي، چې په تیره میاشت کې دوسلوالو طالبانو له لوري ۷۰ تنه ملکي وګړي په مختلفو بریدونواو چاودنو کې وژل شويدي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments