طالبانوغور کې دوه کسان صحرايي محاکمه کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – غور: طالبانو د غور ولایت د شهرک او ساغر ولسوالیو ترمنځ یوې سیمه کې یو ځوان او یوه پیغله صحرايي محاکمه کړي دي.
د غور د ولایتي شورا غړی عب الحمید ناطقي وایي، یو ځوان او پیغله چې په خپله خوښه له کورونو وتلي و، طالبانو ته په لاس ورغلي او ډزو یې وژلي دي.
دې دواړو غوښتل واده وکړي او د دواړو کورنۍ هم راضي وې،خو طالبانو د خلکو خولې ته نه دي کتلي او دواړه یې وژلي دي.
د غور د والي ویاند عبدلحی خطیبي هم پېښه تایید کړې چې طالبانو دوه کسان په ډزو وژلي دي.
دا به لومړی ځل نه وي چې طالبانو خلک صحرايي محاکمه کوي، تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوي چې د طالبانو پروړاندې یې د خلکو غبرګونونه راپورته کړي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments