طالبانو؛ د کال سپینې واورې په وینو سرې کړې / نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

نن سهار وخته ترهګرو طالبانو یو ځل بیا وحشت وکړ او د نظامي کسانو ترڅنګ یې ملکي وګړي هم د ویر په ټغر کینول.
شاوخوا اوه بجې یو ترهګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته د کابل ښار شمال لویدیځه څنډه د قمبر څلور لارې کې چاودنه ورکړې.
د لومړنیو مالوماتو له مخې؛ دې چاودنه کې ۵ نظامیان او ۶ ملکی وګړي شهیدان شوي او ۱۲ نور تپیان شوي دي.
ترهګر د ملکی وګړو په جامه کې عامه ځایونو او ملکي سیمو ته ځان رسوي او بیا له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې چاودنه کوي.
د دې چاودنې تصویرونه مو که لیدلي وي، سپینې واورې د افغانانو په وینو سرې دي او دې وینې تویدنه باندې به د پاکستان استخبارات جشن نیسي.
ترهګر جاهل تنکي ځوانان استخدام کړي، د جنت د حورو کیسې ورته وکړي، د حورو په حوس کې ورپورې چاودیدونکي توکي وتړي او یو ځای ورته چاودنه ورکړي.
جاهل ځوان له ځانه ناخبره د حورو په لالچ کې راشي خپل وطنوال او مسلمانان شهیدان کړي، په دې تمه چې دا به پرې جنت ته لاړ شي.
ایا دا جهالت دومره دی چې خلک د ځان په اړه فکر نه شي کولی چې څنګه د یو مسلمان په وژل کیدو جنت ته ځې.
ایا دا شهیدان چې نن یې سپینې واورې په وینو سرې وې، دوی کورنۍ نه لري، اولادونه نه لري، مور پلار نه لري، اخر ولې؟
دوی به سهار وخته وتلي و چې د کور لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي، خو د وحشت سوداګرو نن د دې کورنیو خوشحالي د ټول عمر لپاره واخیستې.
د ترهګرو طالبانو مشران په قطر کې ارام او هوسا ژوند لري، اوړی ایرکنډیشن او ژمی معتدله هوا کې ناست وي، افغانستان کې د جګړې لپاره جاهل او بې سواده ځوانان استخدام کوي، بمونه ورپورې تړي او د پردیو ګټو لپاره یې کاروي.
هر کله تاسو د یو ځانمرګي بریدګر کورنۍ پيدا کړئ او پوښتنه یې وکړئ، د نن شپې لپاره به ډوډۍ نه لري، نو د دې لپاره چې دا بریدګر ډوډۍ پيدا کړي، د حورو په لالچ کې ځان سیده جنت ته رسول غواړی.
ایا جنت ته د رسیدو همدا طریقه ده چې تاسو جاهل خلک یې کوئ، ایا جنت ته د رسیدو طریقه د مسلمان او خپل افغان ورور وژنه ده؟
ښکاره خبره ده چې بهرنۍ استخباراتي ډلې د اسلام په نوم افغانستان ورانوي او افغانان په غم اړوي.
هیڅکله به بهرني خپلو شومو موخو ته و نه رسیږي، او نه به تاسو (ځآنمرداري) جنت په سترګو وګورئ.

Share this page to Telegram

Comments