طالبان؛ چې د پردو مړو مسوولیت به یې اخیست/ سید عبدالله پاچا

comments 0

1 Views

داسې یو وخت و چې هر ځای به یو دولتي کارمند شهید شو، چاودنه به وشوه، کورنیو سرتیرو به بهرنۍ سرتیری وواژه، خپلمنځي جنجال کې به پولیسو یا اردو پر یو ډزې وکړې، ځآنمرګی برید به وشو، د ټولو مسوولیت به طالبان اخیسته.
دا به ښکاره مالومه وه چې دا برید طالبانو نه دی کړی او نه طالبان دومره نفوذ لري چې هر ځای او هر چاته دې اکسس ولري چې برید وکړي.
زما ښه په یاد دي چې کورنیو چارو وزارت کې یو پولیس افسر یو بهرنی مشاور وواژه چې مسوولیت یې سمدستي طالبانو واخیست، دا هغه وخت و چې طالبان په ځینو ولسوالیو کې فعال و او هیڅ ښار کې یې فعالیت نه درلود او نه یې د بریدونو پلانولو مرکزونه درلودل.
طالبانو دا کار ددې لپاره کو چې خپل ځواک او وړتیا وښيي، خو دا په ډاګه وه چې طالبان یواځې د دې لپاره د پردیو مړو مسوولیت مني چې خپل قوت ښکاره کړي.
د دې تر څنګ زیات شمېر نورو سیمو کې به چې بهرنیو ځواکونو د افغانانو ارزښتو او فرهنګ ته سپکاوی وکړ، غبرګون کې به یې پر بهرنیانو ډزې وکړي چې مقابل لوري کې به یې مړي او ټپيان وکړل.
طالبانو به بیا اعلامیه خپره کړه او د دې بریدونو مسوولیت به یې د دې لپاره ومني چې ښکاره کړي چې طالبان هم دومره نفوذي کسان لري.
په ۲۰۱۳ او ۱۴ کلونو کې دا ډول پېښې ډيرې شوې چې د ټولو لامل مالوم و، هغه دا چې بهرنیو ځواکونو به اسلامي او افغاني ارزښتونو ته سپکاوی کو او افغان ځواکونو ځینې ځوانانو دا سپکاوی نه شو منلی.
بیا چې کله بهرنیو ځواکونو ته په دې تړاو ورکشاپونه ورکړل شول، ټول افغاني او اسلامي ارزښتونه ورته وښودل شو، له هغې ورځې وروسته بیا کله برید نه دی شوی ، په داسې حال کې چې بیا طالبانو شبکې هم فعاله شوې، یا اوس هم د هغه وخت په پرتله فعاله دي.
اوس چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه کړې او پر هغوی د بریدونو څخه یې توبه ویستلې، ژمنه یې کړې چې تاوتریخوالی به کموي او ښارونو کې به لوی بریدونه نه کوي، اوس د هغو بریدونو مسوولیت هم نه مني چې د دوی وسله وال یې کوي.
دې کې شک نشته چې طالبان ټول په یو دریځ نه دي چې ګنې څه یې مشران وايي، همغه منل کیږي، دا به سمه وي چې طالبانو پر امریکا له بریدونو توبه ویستلې، خو په ټيټه کچه وسله وال لا هم بریدونه کوي، خو په دومره توپير چې مسوولیت یې طالبان رسمي نه مني.
دا نن چې د کابل ښار تایمني سیمه کې د ولسمشر په لومړي مرستیال امرالله صالح باندې برید وشو، دا مالومه چې طالبانو د پاکستان د استخباراتو په لارښوونه کړی، خو دا چې طالبانو نور مجبوریتونه لري، مسوولیت یې په غاړه وا نه خیست.
تر دې وړاندې هم د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې درنې چاودنې او موټر بم بریدونه شوي چې ملکی وګړي یې قرباني دي او طالبانو یې مسوولیت نه دی منلی، په داسې حال کې چې بریدونه د طالبانو وسله والو کړي دي.

Share this page to Telegram

Comments