طالبان؛ د ولس او ولسواکۍ ښکاره دښمن// سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

په داسې حال کې چې افغانان د ولسمشریزه ټاکنو لپاره چمتووالي نیسي او په تمه دي چې یو ځل بیا به واک د ولسوالۍ له لارې ولیږدوي، طالبانو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې ټاکنیزې غونډې او کمپاینونه به په نخښه کړي.
طالبانو ویلي چې افغانانو واک د بل چا په واک کې دی او ټاکنې نه شي کولی چې مشروع حکومت رامنځ ته کړي، خو طالبان نه ګوري چې د دوی واک د چا په لاس کې دی چې د یوې ولسواکې پروسې مخه نیسي.
د ټاکنو پروسې څارنه او مدیریت د افغانانو له خوا کیږي، دا ځل ټاکنو کې له نیمایي زیاته بودجه هم افغان حکومت ورکوي، خو طالبان وایي، د هر څه څارنه او پریکړو صلاحیت له بهرنیانو سره دی، طالبان دا تورونه ځکه لګوي چې غواړي په دې سره د ټاکنو پروسې باندې د بریدونو جواز پيدا کړي او خپل جاهل وسله وال پر ټاکنیزو کمپاینونو باندې بریدونو ته وهڅوي.
که ټاکنې ولسي او ملي پروسه نه وي، نو بیا ولې میلیونونه وګړي د رایو مرکزونو ته ځي، بیا ولې ډلې ډلې خلک کمپایني غونډو کې ګډون کوي، خو ښکاره خبره ده چې طالبان په حاشیه کې دي او هیڅکله نه غواړي چې د یوې ولسواکې پروسې له لارې یو څوک واک ته ورسیږي.
طالبانو پر افغانانو غږ کړی چې د چا په فریب تېر نه وځي، خو دوی چې خپله خلکو ته فریب ورکوي او دې غونډو باندې یې بریدونو ته هڅوي، ایا دااسلام کې شته، که خلک په ټاکنیزو کمپاینونو او ټاکنو کې ګډون کوي،په خپله خوښه یې کوي او باور لري چې یوه رای یې ارزښت لري او په رای کولی شي چې خپل او د هېواد برخلیک وټاکي.
طالبانو د خپلو تبلیغاتو لپاره ویلي چې ټاکنو کې څوک ګډون نه کوي، ان ویلی یې دي چې ښارونو کې هم څوک ګډون نه کوي، خو چې خلک ګډون نه کوي، بیا طالبانو ولې د بریدونو ګواښ کړی دی، طالبان هر ځل ګواښ کوي، خلک وژني خو بیا هم خلک ډلې ډلې د ټاکنو مرکزونو ته ځي اوخپله رای ورکوی.
د طالبانو هر ځل بریدونو ګواښ خلک له مرکزونو راګرځولي نه دی، بلکې خلک لا ډير غواړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.
اوس چې طالبانو پر خلکو غږ کړی چې دا پروسه تحریم کړي او افغان حکومت غږ کړی چې دې پروسه کې ګډون وکړي، نو طالبان دې له بریدونو پرته خلک پریږدي او و دې ګوري چې څومره خلک یې په خبره باور لري، یانې څومره خلک ګډون کوي او څومره خلک ګډون نه کوي.
طالبان ټینګار لري چې لومړی باید سولې وشي او بیا ټاکنې خو تاسو ولیدل چې دا پنځه کاله وشول ولسمشر غني طالبانو ته وایي چې هر ځای کې غواړئ د سولې خبرې وکړې حکومت حاضر دی چې امکانات درته برابر کړي او د سولې خبرې درسره وکړي.
طالبان چې د جګړې لپاره فعالیت کوي، هیڅکله په سوله او ولسواکۍ باور نه لري او د سولې په پلمه غواړي د ټاکنو ملي پروسه د خپلو بادارانو په غوښتنه له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي.
نو په پای کې ویلی شو چې له ټاکنو پرته کله طالبانو په افغان ولس رحم کړی چې د ټاکنو پرمهال به رحم پرې وکړي، طالبان د افغان ولس ازلي دښمنان دي او دا ډله به هیڅکله دې ارمان ته و نه رسیږي چې د اسلام اباد قوانین په کابل کې تطبیق شي.

Share this page to Telegram

Comments