طالبان؛ د عامه پروژو دښمنان// سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

سږ کال یو ځل بیا طالبانو باندې د جګړې فشار راغلی، شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول کندز او بغلان کې تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي او افغان ځواکونو ورڅخه لار ورکه کړې ده.

تاسو به د تېرو کلونو د جګړې په دوام کې لیدلي وي چې کله په کومو سیمو کې طالبانو باندې عملیات زیات شي، مرګ ژوبله یې زیاته شي، فشار پرې زیات شي، بیا کله ښوونځي بندوي، کله روغتونونه تړي او کله عامه پروژې تخریبوي.

طالبان هسې هم د ورانکارۍ لپاره راولاړ شوي او ګیله ترې نه کیږي، خو افسوس په دې چې اوس هم ځوانان د دوی په کاذبو تبلیغاتو تیروځي او د اسلام او جهاد په نوم خلک استخداموي.

تازه چې بغلان کې ورباندې د جګړې فشار زیات شو، څلور ستنې یې ویجاړې کړي دي، هغه ستنې چې له مرکزي اسیا هېوادونو څخه وارداتي برښنا ۱۱ ولایتونو ته ورکوي.

اوس چې برښنا شرکت غواړي دا ستنې بیا راپورته کړي او برښنا وصل کړي، طالبان په بغلان کې د ویجاړو شویو پایو بیا ترمیم ته اجازه نه ورکوي.

د کندز یو پلاوی چې بغلان کې طالبانو سره دوشنبې ورځ په خبرو بوخت و، هغو د برښنا د ستنو غورځولو څخه انکار کړی او دا کار یې د ځایي خلکو بللی دی.

طالبان وایي، د ځایي خلکو له سیمې د برښنا مزي او پای تېري شوي، خو دوی پکې برښنا نه لري او حق لري چې برښنا ورکړل شي.

طالبان وایي، ځایی خلکو باندې یې په دې برخه کې توان نه رسیږي او اړتیا ده چې له کابله پلاوی راشي او خلکو سره د برښنا د ورکړې ژمنه عملي کړي.

تر هغې چې ځایي خلکو ته قناعت ور نه کړل شي، طالبان حاضر نه دي د برښنا انجنیران د پایو ترمیم ته پریږدي او په یوولس ولایتونو به برښنا قطع وي.

د طالبانو دا پلمه چې ستنې ځایي خلکو ویجاړې کړي، ایا ځایي خلک بمونه لري، خو ښکاره خبره ده چې بمونه طالبانو ورکړي او ستنې یې د دوی په لارښوونه او فشار الوځولي دي.

که دا ومنو چې طالبانو ستنې نه دي ویجاړي کړي او ځايي خلکو ویجاړي کړي، نو ایا ځایي خلک دومره جرت لري، ایا ځایي خلک داسې بمونه لري چې د برښنا ستنې پرې ویجاړې کړی.

اوس که ځایي خلکو دا کار کړی دی، دا خو عامه پروژې دي باید طالبان د دې عمل سزا ورکړي، که سزا نه ورکوي، افغان ځواکونو ته دې اجازه ورکړي چې دا ورانکاري په سزا ورسوي.

که ځایي خلکو د برښنا مزې پرې کړي، نو بیا طالبان ولې تخنیکي انجنیرانو ته اجازه نه ورکوي چې ستنې راپورته او لینونه وصل کړی، خو ښکاره خبره ده چې دا هر څه د یوې دسیسې له مخې شوي او طالبان غواړي پر حکومت او خلکو فشار راوړي.

طالبانو په کاذبو اعلامیو کې ویلي چې دوی د عامه پروژو ساتنه کوي، نو بیا ولې د برښنا پروژه چې تر ټولو ستره عامه پروژه ده ، په بمونو الوځوي، بیا ولې د عامه پروژو د بیا ترمیم لپاره مسلکي کسانو ته اجازه نه ورکوي چې مزي وصل کړي او د ۱۱ ولایتونو خلک له ستونزې خلاص کړی.

طالب د وطن ورانولو او د عامه پروژو د بیخه ویستلو لپاره راپورته شوې ډله ده چې د دې ټولنې لپاره ناسور ګرځیدلی دی.

Share this page to Telegram

Comments