طالبان؛ د خپلو عملونو برعکس عملونه کوي (لومړۍ برخه) / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

1 Views

طالبانو د خپل مشر ملا هیبت الله له قوله د اختر مبارکۍ پيغام کې لس مادې لیکلي او هره ماده یې د دې ښکارندوی کوي چې د طالبانو اعمال او خبرې د ځمکې او اسمان تر منځ توپير لري.
دلته غواړم د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اعلامیه په دلایلو باندې نقد کړم، دا دلایل به داسې وي چې یواځې په حقیقت به ولاړ وي.
لومړی: طالبانو د خپل مشر له قوله لومړۍ ماده کې خپلو پلویانو ته امر کړی چې د جګړې لپاره خپل صفونه قوي او پياوړې کړي چې د خپلو افغانانو پروړاندې قوي جګړه وکړي، زیات ویجاړی وکړي او ډير خلک قربانی کړي.
په داسې حال کې دې حساس وضعیت کې ټول سولې ته په تمه دي او هره ورځ په دې تمه دي چې طالبان به اوربند وکړي او د سولې له رامنځ ته شوي فرصت به پوره ګټه واخیستل شي.
له لومړۍ مادې مالومیږي چې طالبان له افغانانو سره د سولې لپاره هیڅ کومه اراده نه لري او هدف یې جګړه دی، ځکه ټوله اعلامیه کې په سوله باندې خبرې نه دي شوي چې کله به افغانان په خپل منځ کې سره کیني.
دویم: طالبانو د پيغام په دومه برخه کې په ډيره سپين سترګۍ لیکلي چې طالبان د ملي او اسلامي ارزښتونو ساتونکي او پالونکي دي، په داسې حال کې طالبانو له کلونو راهیسې جګړو کې ملي ګټو او اسلامي ارزښتونه ته سپکاوی کړی.
ایا د افغانستان بیرغ سوځول له ملي ارزښت سرغړونه نه ده، ایا دا سپکاوی نه دی، طالبانو هر ځای کې چې سیمه نیولې بیرغ یې سوځولی او یا يې ترپښو لاندې کړی دی.
دغه راز طالبانو پل، پلچک، سړک، ښوونځی، روغتون، دولتي ودانۍ نه دي ورانې کړي، نه یې دي سوځولي؟
طالبانو د دې ملي ګټو د سوځولو ویډیوګانې خپرې کړي او دا یې فتحه یاده کړې، خو پيغام کې لیکي چې دوی د ملي ګټو ساتندوی دي، په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې یې د مچلغو بند ساتونکي شهیدان کړي، د سلما بند ساتونکي ېي شهیدان کړي، د کجکې بند ساتونکي یې شهیدان کړي، ملي او نړیوالې پروژې یې ننګولې دي، ایا طالبانو ته دا ملي ګټې نه دي.
طالبان ځانونه د اسلامي ارزښتونو ساتونکي یادوي، ایا پر جومات برید اسلامي ارزښت دی؟ طالبانو څومره جوماتونو باندې بریدونه کړي، د ځینو بریدونو مسوولیت به یې نه وي منلی، خو د زیاتو مسوولیت یې منلی دی.
طالبانو جوماتونو کې قران کریمونه سوځولي دي، ایا دا اسلامي ارزښت نه دی؟ طالبانو د مړو جسدونه سوځوي او اعتراف پرې هم کوي، ایا دا اسلامي او انساني ارزښت نه دی؟
دريېم: طالبانو پيغام کې ویلي چې دوی به له هېوادونو سره ښې او مساوي اړیکې ساتي، ایا ټوله نړۍ کې یواځې روسیه ، ایران او پاکستان هېوادونه دي، نور نه دي، هغه ورځ یې په ښکاره وویل چې هند افغانستان کې منفي رول لوبوي، خو د پاکستان په اړه یې هیڅ خبره و نه کړه چې دوی ته د جګړې امکانات برابروي او جنګیالي ورته روزي.
څلورم: طالبانو ویلي چې دوی به راتلونکي کې د ښځو، نارینه وو او ماشومانو حقونه ورکوي، طالب څنګه حق ورکوي، ایا طالب په تیرو نولس کلونو کې خلکو ته د ژوند کولو حق ورکړی، ایا په عام محضر کې د ښځې سنګسار کول او په لښتو وهل د ښځو حقوق دي، ایا د ښځو کونډول، بوره ول او یتمیان کول، د ښځو حقوق دي چې طالبان یې ورکوي.
ایا دا ماشوم حقونه د طالبانو لپاره همدا دي چې روغتون باندې برید وکړی او ماشومان پکې ووژني، ایا د ماشوم لپاره د طالبانو حقوق همدا دي چې خپلو سیمو کې ورته د ښوونځي اجازه نه ورکوي، طالبان د کومو حقوقو خبره کوي، افغان ماشوم، ښځه او نارینه له طالب غواړي چې ژوند ته یې پریږدي، همدا حقوق ډير دي، خو طالب له جګړې لاس نه اخلي نو حقونه به خلکو ته چرته ورکړی.
لومړۍ برخه ،، دوام لري……..

Share this page to Telegram

Comments