طالبان؛ د خپلو عملونو برعکس عملونه کوي (دویمه برخه) / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

1 Views

پنځم: طالبانو پيغام کې راغلي چې دوی به قومي، مذهبي، سمتي او ژبني تعصباتو مخه ونیسي او د دې لپاره یې پالیسې واضح ده، ایا طالبانو د ایران په لمسون هڅه و نه کړه چې د شیعه او سني اختلافات راپورته کړي، ایا طالبانو ځینو سیمو کې د یو قوم په نوم بل قوم باندې برید و نه کړ، طالب د کوم ډول تعصب خبره کوي، طالب پروژه خو ده د همدې لپاره چې قومي او مذهبي تفرقي رامنځ ته کړي، خو دا چې خلک په دې پروژه باندې پوه دي، هیڅکله طالب نه دی بریالی شوی او نه به بریالی شي.
شپږم: طالبانو له امریکا غوښتی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ باید هوکړه نقض نه شي، کومه هوکړه، د څه شي هوکړه، ایا هوکړه کې همدومره دي چې امریکایي ځواکونه به خوندي وي او افغانان به وژل کیږي، هوکړه کې خو د تاوتریخوالي په کمیدو باندې بحث شوی، خو طالبانو خپلې جګړې ته دوام ورکړ، دا هوکړه د امریکایي ځواکونو د خوندیتوب لپاره شوې چې افغان لوری پکې هیڅ شامل نه دی، ځکه طالب له افغان لوري سره د جګړې اعلان کړی دی.
اووم: طالبانو د پيغام په اومه ماده کې عجیبه لیکلي چې ټولو خلکو ته به عفوه وکړي چې له مخالفت لاس واخلي، په داسې حال کې چې خلک نه غواړي چې طالبانو ته عفوه وکړي، خلکو یانې ولس څه کړي چې طالبان ورته عفوه وکړي، همدا طالب دی چې ولسونه یې په ډله ییز ډول شهیدان کړی، د دې ولس هره کورنۍ د طالب د جګړې قرباني ده، نو بیا طالب څنګه خلکو ته عفوه وکړي، طالبان د دې پر ځای چې له خلکو بښنه وغواړي، خلکو ته بښنه کوي.
اتم: طالبانو د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب باندې ټینګار کړی او ځان یې داسې ښودلی چې دوی په جګړه کې ملکي وګړي خوندي دي، خو همدوی دي چې د خلکو له کورونو، جوماتونو، مدرسو، روغتونونو او ښوونځیو د سنګر کار اخلي، همدوی دي چې ځانمرګي بریدونه کوي او ملکي وګړی یې قرباني دي. تاسو ولیدل چې دوه ورځې وړاندې یې د کندز د جګړې ټپيان یو روغتون ته وړي و، روغتون یې محاصره کړی و، نو افغان ځواکونه مجبور شول چې ټپيانو باندې برید وکړي او روغتون په چاردري ولسوالۍ کې له منځه یوسي. کله چې طالب عام خلک د سپر په توګه کاروي، خو طالب د ملکي وګړو د تلفاتو مسوول دی. کله چې طالب عامه ځایونو او سړکونو باندې د ماین چاودنه کوي، خو طالب مسوول دی.
نهم: طالبانو له کرونا سره مبارزه کې ځان جدي ښودلی چې ګنې د خلکو روغتیا ورته اهمیت لري، خو خلک له طالبانو غواړي چې کرونا سره دې مبارزې نه کوي، جګړه دې ودروي، تراوسه کرونا په دوه میاشتو کې دومره کسان نه دي مړه کړي، لکه طالبانو چې جګړه کې مړه کړي دي، نو طالب خطرناک شو، که کرونا. طالبانو په ډير مکارانه ډول ویلي چې روغتیایي کارکوونکو ته اجازه ورکوي چې کرونا ضد مبارزه وکړی، خو غور کې یې د روغتیا پالانو یو ټیم تښتولی چې له کرونا سره یې مبارزه کوله، ایا د طالب مبارزه همدا ده؟
نو د طالبانو پورتنیو خبرو او زموږ ځوابونو ته په کتو تاسو ښکاره لیدلی شئ چې د طالب د عمل او خبرو ترمنځ څومره لوی توپير دی، که طالب جګړه ودروي، خلک ترې نور هیڅ خدمت نه غواړي، د جګړې لپاره هیڅ شرعي جواز نه دی پاتې، بهرنیان افغانستان کې خوندی دي، خو افغانان هر کله د طالبانو له لوري وژل کیدلی شي او د دې لپاره کاذب دلایل هم لټوي.

Share this page to Telegram

Comments