طالبان؛ د تاوتریخوالي لامل دي/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

په دې اوس نږدې ټول افغانان پوه دي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لامل طالبان دي او دا ډله د ترهګرۍ د دوام لپاره خپلې جګړې ته دوام ورکوي.
د طالبانو مشران او وسله وال هم زیات په دې باور دي چې دوی د تاوتریخوالي لامل دي او په افغانستان کې چې څومره افغانان د ترهګرۍ قرباني کیږي، لامل یې طالبان دي.
تازه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي لامل دي او تر څو چې دا ډله سوله و نه کړی، تاوتریخوالي کې کموالی نه راځي.
کابل کې د امریکا سفیر په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبانو په هر ځای کې تاوتریخوالي ته لاس اچولی او همدوی دي چې د سولې په وړاندې یې خنډونه راپورته کړي.
جان بس د ماشومانو او ملکي وګړو مرګ ژوبله غندلې او طالبان یې د سولې په وړاندې خنډ ګڼلي.
تیره ورځ د تخار په درقد ولسوالۍ کې د ښوونځي پر ماشومانو چاودنه وشوه چې نهه تنه یې ووژل.
دغه راز بغلان او پکتیکا کې هم د طالبانو ماین چاودنو نږدې شل کسانو ته مرګ ژوبله اړولې چې ټول یې ملکي وګړي دي.
د طالبانو مشران چې هوسا او ارام ژوند لري د جګړې له درکه زیات امکانات ترلاسه کوي، له همدې کبله حاضر نه دي چې جګړه پای ته ورسیږي، که جګړه پای ته ورسیږي، طالبان په دې باوري دي چې هیڅ هېواد او استخباراتي ډلې ورته پيسې نه ورکوي.
طالبان ځکه اوربند ته غاړه نه ږدي چې باور لري چې که اوربند وشو او جګړه بس شوه، خلک سوله کې له ژوند خوند اخلي او بیا حاضر نه دي چې وسله واخلي او جګړه وکړي.
که طالبان جګړه بس کړي او د سولې مذاکراتو ته داخل شي د بهرنیو هېوادونو ګټې بیا مشکله ده چې افغانستان کې تامین شي، نو له همدې کبله د طالبانو خرڅ شوي مشران نه دي حاضر چې سوله وکړي.
طالبانو بهرنیو ځواکونو ته د پوځي حضور پلمه په لاس ورکړې او بهرني ځواکونه اندیښنه لري چې که د جګړې په دوام له افغانستان ووځي افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.
د دې تر څنګ د طالبانو د جګړې دوام په افغانستان کې نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت بستر او زمینه برابره کړې، تاسو ولیدل چې ډير کله بریدونه شوي خو مسوولیت یې هیڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دا ټول د دې ښکارندوی کوي چې یواځې د طالبانو په سوله جګړه پای ته نه رسیږي، خو تاوتریخوالی کمیدلی شي، ځکه هغه ترهګرې ډلې چې د طالبانو ترسیورې لاندې جګړه کوي، هغوی به بیا فرصت و نه لري چې د افغان ځواکونو له بریدونو او عملیاتو بچ پاتې شي.
نو ویلی شو چې طالب د افغانستان لپاره د سرطان په دانې بدل شوی او اړتیا ده  چې اساسي درملنه یې وشي، یا به دا دانه پرې کیږي او یا به یې داسې درملنه کیږي چې افغانان یې له شره خلاص شي.

Share this page to Telegram

Comments