طالبان؛ د امارت که د پاکستان ملیشې/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

پاکستان په دې اعتراف کړی چې طالبان یې د خپلو ګټو لپاره ۲۰۰۴م کال کې منسجم کړل او بیا یې د افغان حکومت جګړې ته چمتو کړل.
افغانستان کې د جګړې ډګر تود ساتلو کې د پاکستان ګټې ډيرې دي، خو زه دلته یوې موضوع ته کتنه کووم.
ډیورنډ کرښه او د پاکستان اهداف
له هغې ورځې چې پاکستان د نړۍ په نقشه کې ځای شوی له همغې ورځې افغانانو سره مشکل لري او یو عمده مشکل یې دا دی چې ډيورنډ موضوع دې رسما افغانان ومني او د پاکستان په واک کې دې ورکړي.
افغانانو هیڅکله نه دا منلې او نه به یې ومني، خو پاکستان په دې برخه کې له هر ډول لارو چارو ګټه اخلي.
اوسنی کار یې ډیر ساده او اسان دی، پاکستان د ډیورنډ څنګ ته ولسوالیو کې طالبانو ته زیات امکانات ورکوي او د دې په بدل کې طالبان اړ دي چې افغان سرحدي پولیسو باندې بریدونه وکړي.
افغان سرحدي پولیس د ډيورنډ کرښه باندې د امنیت ساتلو او کنټرول دنده لري، طالبان تل هڅه کوي د پاکستان په دستور باندې پولیس یو ځای او بل ځای مصروغ کړي او پاکستان خپل اهدف ترلاسه کړي.
له یوې خوا طالبان ځکه ډيورنډ کرښه باندې تمرکز لري چې له پاکستان څخه د وسلو او تجهیزاتو لار یې پرانستې وي او له بلې خوا پاکستان هغه فرمایشونه چې طالبانو ته ورکوي په اسانۍ یې پوره کوي.
تازه تاسو ولیدل چې څو ورځې وړاندې کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پآکستاني پوځ ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، د دې پر ځای چې پاکستاني پوځ له افغان ځواکونو سره جګړه وکړي، ځایي طالبان د پآکستان په طرف ودریدل او له افغان ځواکونو سره یې جګړه وکړه.
دا به لومړی ځل نه وي، کندهار، پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې دا پېښې ډيرې تکرار شوي، د اغزن تار تیرولو پر سر جنجالونه او جګړې رامنځ ته شوي، خو دا چې له پاکستان سره داخلي دښمن همکاري کوي افغانان او افغان سرحدي ځواکونه و نه توانیدل چې مخه یې ونیسي.
طالبان ځینو سیمو کې نیغ په نیغه د پاکستان پوځ په طرفدارۍ لومړۍ کرښه کې افغان ځواکونو سره جګړه کوي او یا دا چې پر افغان ځواکونو د شا له خوا برید کوي چې د پاکستان پوځ او طالبانو په منځ کې محاصره پاتې کیږي.
د پاکستان لپاره د اغزن تار تیرول دومره اسانه نه و، څومره اسان یې چې تېر کړ، خو دا چې داخلي دښمن (طالبان) ورسره و، نسبت اسان یې تېر کړ.
نو ویلی شو چې طالبان د امارت ترنامه لاندې د پآکستان ملیشې دي او هر هغه څه چې پاکستان یې غواړي، دوی یې تطبیق کوي او که د دې په بدل کې دوی او یا نور خلک وژل کیږي او یا افغانستان ویجاړیږي، هیڅ خبره نه ده.

Share this page to Telegram

Comments