طارق شاه بهرامي: تيره مياشت له پنځه سوه زيات ملي اردو عسکر وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان دفاع وزارت وايي، يواځې په تيره يوه مياشت کې له پنځه سوه څخه زيات دولتي عسکر وژل شوي او له اووه سوه زيات نور ټپيان دي.
د دفاع وزير طارق شاه بهرامي دغه څرګندونې تيره ورځ د مشرانو جرګې په استیضاحيه غونډه کې وکړې زياته يې کړه “تيره مياشت د ملي اردو (پنځه سوه ديارلس) عسکر وژل شوي، دغه راز (اووه سوه اتلس) ټپيان شوي او (دري څلوېښت) نور بنديان شوي دي.
نوموړي يواځې د ملي اردو سرتيرو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورکړل او هغه چې پوليس، اربکيان او ځانګړي ځواکونه چې په جګړو کې وژل شوي د هغوی په اړه يې څه ونه ويل.
بهرامي وويل، د وروستيو مياشتو په پرتله تيره مياشت افغان پوځ ته تر ټولو زياته مرګ ژوبله اوښتې چې د اندېښنې وړ ده.
دغې غونډې ته د کورنيو چارو، دفاع وزيران او د ملي امنيت رئيس هم ورغوښتل شوی و چې د کورنيو چارو وزير ويس برمک وويل هره ورځ د طالبانو سره په جګړو کې (دېرش) عسکر وژل کېږي.
که څه هم دغه مسوولينو د مخالفينو د مرګ ژوبلې شمیر د دولتي ځواکونو په پرتله درې څلور برابره زيات ښيي خو تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ له امريکا څخه خپرېدونکې ورځپاڼې نيويارک ټايمز په يوه راپور کې وويل چې امریکا او افغان حکومت په جګړو کې د وژل کېدونکو دولتي عسکرو د مرګ ژوبلې سهي شمېرې پټوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments