ضیا دراني: د طالبانو هاوان د یوه کور څلورو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

3 Views

هندوکش – کندهار: دکندهار امنیتي چارواکي خبر ورکوي چي په ارغستان ولسوالۍ کي د وسله والو دهاوان مرمۍ د یوه کور څلورو کسانو ته مرګ ژوبله آړولې ده.
دکندهار دامنيي قومندانۍ ویاند ضیا دراني نن وویل چي تیره ورځ ماځیګر مهال وسله والو طالبانو د ارغستان ولسوالۍ په مربوطاتو کي د سرحدي پولیسو پر امنیتي پوستو دهاوان پیرونه کړي دي.
درانی وایې چي د هاوان یوه مرمۍ د عامو وګړو په یوه کور کي لګېدلې، چي له امله یې یوه ښځه او یو نارینه شهیدان او دوې ښځي نور ژوبل دي.
د هغه په قول چي سرحدي پولیسو ته کوم مرګ ژوبله نه ده آوښتې.
د دولت وسله والو مخالفینو لا تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments