صیاد: دولسمشرۍ او د غزني پارلماني ټاکنې په يوه ورځ ترسره کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد ويلي دي ، ولسمشریزې ټاکنې او د غزني پارلماني ټاکنې د ۱۳۹۸ کال وري میاشتې پر ۳۱ نېټه ترسره ترسره کړي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې ټاکنو د دریو نورو ولایتونو پروان، تخار او خوست لومړنۍ پایلې هم اعلان کړې.
عبدالعزيز همايون د ١٤٥٠١ رايو، مير رحمان رحماني د ١٠٦٥٨ رايو، صديق احمد عثماني د ١٠٠١٨ رايو، ظاهر سالنګي د ٩٣٠٦ رايو، زکيې د ٥٤٣٨ رايو او سامعې عزيزي سادات د ٢١١١ رايو په اخيستلو سره د پروان ولايت څخه ولسي جرګې لاره موندلې ده.
دغه راز له خوست څخه کمال ناصر اصولي د ٧٥٥٦ رايو، هلمند هلمند د ٤٢٨١ رايو، غفار خان د ٤١٣٢ رايو، ډاکټر محمد موسى خاورين د ٣٨٠٨ رايو او ساهرې شريف د ٢٥٤٤ رايو په اخيستو سره ولسي جرګې ته بريالي شوي دي.
همدارنګه له تخار څخه عبدالله بيګ د ١٣٧٦٣ رايو، شريف عبدالله ملکزاده د ٨٤٨٤ رايو، محمد عالم ساعي د ٧٧٦٩ رايو، انجنير اميرمحمد خاکسار د ٦٩٨٥ رايو، ډاکټر سيد اشرف الدين عيني د ٦٨٨١ رايو، غلام سرور سعادت د ٦٨٥١ رايو، ډاکټر حميدالدين يولداش د ٦٣٧٩ رايو، حبيبې دانش د ٥٨٣٧ رايو او نظيفې يوسف بيګ د ٤٨٨٨ رايو په اخيستو سره د ولسي جرګې څوکۍ ګټلې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments