صفت الله (ذاهدی )

comments 0

1 Views

صفت الله (ذاهدی )دحبیب الله (ذاهد )ځوی دحاجی عبدالحلیم لمسی دهلم ند ولایت د ګرمسیر ولسوالی اوسیدونکی دی .
۲۰کلن ځوان دی تردامهاله پوری دی لا په زده کړو بوخت دی او دی دپاکستان دصوبه بلوچستان د ګردی ځنګل په سیمه کی دی نړی ته سترګی روڼی کړی دی .لومړنی زده کړی یی د ګردی ځنګل په یوه متوسطه ښوونځی کی او وروسته یی د همغه ځای په عالی لیسه کی تردولسم ټولګیو پوری زده کړی تر سره کړی دی وروسته یی دوه کاله د معلمی مقدسه وظیفه دسیب چلډرین دموسیسی له خوا دګردی ځنګل په ۴۳ نمبر مکتب کی تر سره کړی ده .
دشعر ویلواو لیکنو وروسته دافغان مهاجرو دادبی او فرهنګی ټولنی کی یی ۳ میاشتی کار وکړاو ووسته خپل ګران هیواد افغانستان ته راغی او دلته یی هم داطلاعات او کلتورپه ریاست کی یی ۶ میاشتی دباختاژانس سره دخبرنیګاردنده ترسره کړه .وروسته یی دناوی ولسوالی د افغان تیلی کام دمسول په توګه هم ۶ میاشتی دنده ترسره کړی ده له هغه وروسته دانګلستان یو انسټیوټ د ژورنالیزم په برخه کی وروځی چی داانسټیوټ د ایی ،ډبلیو،پی ،اریا دجګړی او صلحی له خوا څخه وو او وروسته یی له هغوی سره د یوکال په موده کی د ژورنالست دنده هم ترسره کوله او همدارنګه یی له دی نه وروسته د سلام وطنداره راډیوسره چی په نورو بهرنیو هیوادونو کی هم خپرونی لری له هغوی سره ددریو میاشتو راهیسی په هلمند ولایت کی دخبرنیال دنده ترسره کوی .
ذاهدی په ډیوفرهنګی او روزنیزو کورسونو او سیمینارونو کی په بهر او افغانستان کی برخه اخیستی ده .
ښاغلی زاهدي چي لا دتنکې ځوانۍ په درشل کي دی خو دهغه لوړ استعداد او هڅانده هوډ هغه په ټولنه کي له ډیرو ځوانانو رابیلوي

Share this page to Telegram

Comments