صحت لپاره د ممپلی گتی

comments 0

0 Views

متخصصین وايي، د ممپلیو مغز که هر ډول وخوړل شي، د صحت لپاره مفید دي، ممپلي د ویټامینونو، فولیک نیاسین، منګنیزیم او د پروټين یوه شتمنه منبع ده، چې د اعضاوو په مناسب فعالیت کولو لپاره ډير مفید دي.
په ممپلیو کې همدا راز انتي اکسیدان فنولیک چې د رسوراترول په نوم هم یادیږي، وجود لري، چې د زړه د ناروغۍ په کمولو کې ډېره مرسته کوي.
د یوې خبري شبکې تورنتور نیوز د مالوماتو له مخې چې ممپلي د چربي لپاره مفید دي، او همدا راز د میزان کلسترول په لمنځه وړلو کې هم ډېر مفید دي.
دغه نیوز لیکلي دي، ممپلي د فایبر درلودونکي دي، چې د کولمو په فعالیت کولو کې ډېر مؤثر دي.
ممپلي په ښه توګه که مصرف شي، نو د سرطان مرض په لمنځه وړلو کې ډېر مؤثر دي.
په ممپلیو کې کلسیم، ويټامین ډي هم موجود دي، چې د هډوکو په قوي کولو او د غاښونو په منظم کولو کې ښه رول لوبوي.
د یادولو ده، که څوک له دغه خوندورې خوراکې سره حساسیت ولري، باید له خوراک څخه یې ځان وساتي.

Share this page to Telegram

Comments