صبغت الله د نړۍ په کچه په تر سره شوي ازموینه کي لومړۍ مقام خپل کړ

comments 0

10 Views

هندوکش ـ کابل: یوولس کلن صبغت الله اوس دولتي او نادولتي ادارو له هلمنده کابل ته ورغوښتی چې قدرونه یې وکړي او ویې ستايي. ده موده مخکې د ریاضي مضمون په یوه سیالۍ کې د څلوېښتو هېوادونو په کچه لومړی مقام وګاټه.
د سږني‌ کانکور اول ‌نومره شمسیه علیزاده تر ستاینې وروسته پر خواله رسنیو یو ځل بیا د هلمندي ماشوم صبغت الله د ذهانت خبرونه لاس په لاس شول.
بېلا بېلو ښوونيزو بنسټونو او چارواکو یې په ستاینه پر فېسبوک او ټوېټ لیکنې وکړې او د هغه د قدرونې غوښتنه یې وکړه.
‌صبغت الله په اصل کې د هلمند اوسېدونکی دی او د هرات په افغان ـ ترک لېسه کې د څلورم ټولګي زده کوونکی دی.
سیالي په کموډيا کې وه چې له بېلا بېلو هېوادوو تر څلورو زرو ډېرو زده کوونکو ګډون پکې کړی و.
صبغت الله وايي، ‘د ازموینې ډول له نورو سره توپیر درلود او باید په کم وخت کې ډېر سوالونه ځواب شوي وای’.
صبغت الله د دې نړيوالې سیالۍ یا ازموینې په ترڅ کې په اتو دقیقو کې د ریاضي دوه سوه پوښتنې حل کړې چې په دې توګه ده د امریکا،‌ سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او د هند په ګډون د څلوېښتو هېوادونو تر خپلو سیالیو زده کوونکو مخکې شو او لومړی مقام یې خپل کړ.
دی د لومړني مقام ګټلو ته خوشاله دی او وايي،‌ ‘زه ډېر خوشال یم چې افغانستان ته مې لومړی مقام راوړ او خلکو تشویق کړم. هڅه به کوم چې نور هم ځان تکړه کړم’.
پلاریې وايي،چې له ډېرې خوشالۍ مې خبرې نشوې کولی او ژړا راتله.
محمد ضیاء د صبغت الله پلار او د هلمند په نادعلي کې وېلډېنګ کاري یا فلزکاري کوي.
دغه هلمندي ماشوم ته په کمبوډیا کې تر نړيوالې سیالۍ مخکې د افغانستان په کچه هم یوه سیالي ورپه غاړه وه.
د ده په خبره،‌ د هلمند په ښوونځیو کې د زدکړو کېفیت هغومره ښه نه و نو ځکه یې دغه زوی په ګډون خپل درې اولادونه هرات ته په زدکړو پسې په واړه عمر کې مساپر کړل. ‌محمد ضیاء وايي،‌ په سخته د خپلو زامنو د زدکړو لګښتونه برابروي خو په کومه ورځ‌ یې چې د خپل زوی د بریا خبر واورېد نو د خوښۍ انتها یې نه وه.
دغه پلار وايي،‌ د بچیو د زدکړو لګښتونه یې ډېر دي خو له ځانه یې تېروي او په دوی یې لګوي:
‘شپه ورځ یوازې د همدغو اولادونو لپاره کار کوم. ایله د دوی مصارف پوره کړم ځکه چې ډېر دی.‌ موږ خیر دی چې هر څه ګالو،‌ خو که د افغانستان راتلونکی په دوی ښه کېږي،‌ هماغه موږ ته لویه لاس ته راوړنه ده’.
دغه هلمندي ماشوم ته په کمبوډیا کې تر نړيوالې سیالۍ مخکې د افغانستان په کچه هم یوه سیالي ورپه غاړه وه.
هغه هم دې ته ورته د ریاضي ازموینه وه، صبغت الله په هغې کې هم ګډون وکړ او هلته یې هم لومړی ځای خپل او په نړېواله سیالۍ کې برخه اخیستلو ته غوره شو.
دا د ریاضي د محاسبو د نړیوالو سیالیو ۲۴ پړاو و چې د “یو. سي. مېس” په نوم پېژندل کېږي.
صبغت الله اوسمهال په کابل کې دی او بېلا بېلو دولتي او نادولتي ادارو وربللی چې ویې ستايي خو د ده خپلو درسونو ته وربېړه ده ځکه چې د کورونا له کبله تر شاوخوا شپږ میاشتيني‌ ځنډ وروسته ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي.
دغه یوولس کلن هلمندی ماشوم وايي،‌ غواړي په راتلونکي کې د زړه جراح ډاکټر شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments