صالح: د تښتېدو مجرمینو عکسونه د ښار په ټول واټونو ځوړند کیږي

comments 0

6 Views

هندوکش ـ کابل: د ولسمشر غني لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د يو شمېر هغو مجرمانو لوی عکسونه به د کابل ښار په واټونو کې را ځوړند کړي چې د نيول کېدو له وېرې تښتېدلي دي.
نوموړي په دې اړه تازه خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، چې د کابل ښار د نظم او ثبات په هدف یې جدي هڅې پيل کړي او له همدې کبله يې د مجرمانو د تعقيب په هدف د تښتېدونکو مجرمانو د عکسونو ځړولو پرېکړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، په دې توګه غواړي چې په کابل ښار کې ټول مجرمان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
امرالله صالح دغه راز دا هم ويلي، کابل ښاروالۍ ته یې د ښاري نظم رامنځته کولو په هدف د هغو پلي‌لارو پرانېستو لارښوونه هم کړې چې دا مهال د دوکاندارانو او لاس پلورونکو له لوري تړل شوي دي.
نوموړي ډاډ ورکړی چې په کابل ښار او اړوندو ولسواليو کې به د نظم احساسېدونکی تغير راشي.
امرالله صالح په کابل کې ښار کې د امنيتي وضعيت خرابوالي او د جريمو زياتېدو په اړه د خلکو شکايتونو په ترڅ کې د ولسمشر غني په لارښوونه تېره شنبې د دغه ښار امنيتي مسووليت په مستقيمه توګه په غاړه واخېسته.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments