صالح او عبدالله پر خواشيني ښودلي؛ خو طالبانو يې د وژلو ادعا کړې ده

comments 0

88 Views

هندوکش ـ پکتیکا: تېره ورځ پکتيکا ولايت کې د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت پر آمر آصف توخی پسې ماین چاودنه شوې چې دی په کې وژل شوی او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
ذبيح الله مجاهد په ټوېټر لېکلي دي، “تېره سهار د پکتیکا یحی خیلو ولسوالۍ اته خونه سیمه کې د دښمن په هغه قوه چاودنې او بریدونه وشول، چې د مجاهدینو په ضد د عملیاتو په نیت راوتلې وه.
د امنیت آمر اصف توخي او ۸ تنه عسکر قتل، د خاصې قطعې قومندان خانزاده کاروان په شمول ۵ نور ژوبل شول او ۴ ټانګونه یې له منځه لاړل. ”
له بلې خوا د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د اصف توخی پر مړينې خواشيني ښوودلې ده.
عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، “په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتیکا د امنیت امر او په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي محترم حمیدالله توخي زوی، اصف خان په یوه ترورستي پېښه کې په شهادت رسېدلی دی.
انا لله وانا الیه راجعون!
اروښاد اصف خان د ملي امنیتي ځواکونو د لیکو یو غښتلی او پياوړی سپاهي و، چې کلونه کلونه یې د هېواد د دښمنانو په مقابل کې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړه.
هغه په مېړانه سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د تامین لپاره هڅې وکړې او بلاخره په دې لاره کې یې خپل سر نذرانه کړ. شهادت یې مبارک شه.
زه ګران ورور حمیدالله توخي، د هغه درنې کورنۍ، دوستانو او د زابل ولسونو ته د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوم. شهید ته له پاک رب نه د جنت فردوس دعا کوم.”
د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح هم ويلي دي، چې اصف توخی يې له نېږدې پېژندلو او د طالبانو له خوا د نوموړي وژل يې جنايت بللی دی.
دا بریدونه په داسې مهال کې طالبان کوي چې له یوخوا طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي او له بلخوا طالبانو په خپله جګړه کې شدد راوستی دی.
بلخوا دفاع وزارت هم تېره ورځ د یوې خبر پاڼه په خپرولو سره ویلي، چې د سولې خبرو سره هم مهاله د هيواد په ۱۶ ولایتونه چې طالبانو ۱۰۶ بریدونه کړي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments