شېرپاو: افغانان د جګړې قرباني دي

comments 0

1 Views

هندوکش_ پاکستان: خیبر پښتونخوا د وطن عوامي ګوند مشر افتاب احمد شېرپاو د افغانانو په مشرۍ د سولې پر بهیر ټینګار کړی دی.

شېرپاو په پاکستان کې له افغان سفیر عاطف مشعل سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو او امریکا تر منځ باید خبرې هر اړخیزې اوسي چې په افغانستان او سیمه کې ثبات تامین شي.

شېرپاو ویلي چې ټیکاو ته د رسېدو لپاره دې افغان حکومت هم د سولې په خبرو کې شامل شي او د سولې له موقع څخه دې ګټه واخېستل شي.

د شېرپاو په باور چې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته ولسونه د جګړو له امله رنځېدلي او سولې ته د رسېدو په برخه کې باید هڅې و نه سپمول شي.

دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments