شیوان کې پر طالبانو برید شوی

comments 0

6 Views

هندوکش – فراه: د فرا بالابلوک ولسوالۍ شېوان سیمه کې بې پيلوټه الوتکې یو طالب قوماندان په ګډون شپږ طالبان ووژل.
له شېوان کلي یوې باوري سرچېنې هندوکش ته وویل، برید نن سهار څه د پاسه اته بجې په هغو طالبانو وشول چې له افغان کومانډو او امریکايي ځواکونو سره یې جګړې ته تابیا نیوله.
سرچېنې د وژل شوي طالب قوماندان نوم ملا محمدین معتصم وښود.
د سرچېنې په خبره بې پیلوټه الوتکې نور بریدونه هم کړي خو تراوسه د نورې مرګ ژوبلې کره مالومات نشته.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments