شین چای مو ژوند اوږدوي

comments 0

1 Views

په چین هیواد کې د شین چاې په اړه یوه تازه څېړنه تر سره شوي، په دې څېړنه کې راځي هغه کسان چې هره ورځ یا په اونۍ کې درې ځلې شین چاې څښي نو ددغو کسانو ژوند یو کال اوږدیږي او د زړه حملې خطر به هم کم وي.
دغه څېړنه د “چائینیز اکیډمي آف میډیکل سائینسز اینډ بیجینګ” لخوا په یو لک ۹۰۲ تنو تر شوي لومړۍ ددغو کسانو ټول معلومات راټول شوي چې دغه کسان هره ورځ یا په اونۍ کې درې ځلې شین چاې څښلي.
دغه څېړونکي وايي، کومو کسانو چې هره ورځ یا په اونۍ کې درې ځلې شین چاې څښلي، د سرطان کومه نښه ونه لیدل شوه او نه پکې د زړه حملې کومه پيښه ثبت شوه، دغه څېړونکي زیاتوي که څوک هره اونۍ کې کم تر کمه درې ځلې شنې چاې وڅښي نو ژوند اوږدوي، په شین چاې کې اینټي اکسیډنټ شتون لري چې دا انسان روغتیا ته خاص کر زړه ته ډیره ګټه لري.
دغه څېړنه ښي، هغه کسان چې شین چاې استعمالوي ددغو ژوند یو کال او ۲۶ میاشتې زیاتیږي او هغه کسان چې نه استعمالوي زر مړه کیږي.
پوهان وايي، کوم کسان چې شین چاې څښي د هغو زړه به سالم وي او هغه چې شین چاې نه استعمالوي نو هغه کسان به یو کال او څلور میاشتو کې د زړه حملې سره مخ کیږي، ډاکټران وايي، کوم کسان چې شین چاې څښي د وینې فشار، شکر ناروغي او کولیسټرول(د وینې غوړ) دا به برابر وي چې د کوم له عمله انسان په نورو ناروغیو نه اخته کیږي.

Share this page to Telegram

Comments