شینډنډ کې ددولت مخالفې ډلې اتو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والې ډلې ترمنځ په یوې نښتې کې د طالبانو دری تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
پېښه تېر ماښام هغه مهال شوې چې دغو وسله والو د ماین ښخولو او تروریستي بریدونو نیت درلود، خو له امنیتي ځواکونو سره مخامخ شول.
د هرات ولایت رسنیز دفتر په اعلامیه کې د وسله والو مخالفینو شمېر ۳۰ تنه ښودل شوی چې وایي، غوښتل یې پر امنیتي ځواکونو د برید په هدف یې د سملان چشمه پر سړک کې ماینونه ځای پرځای کول.
اعلامیه لیکي نښتې کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه دې اوښتې.
تردې دمه وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
امری حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *