شیخ تمیم: ننې افغانستان د دوو لسیزو مخکینې هیواد نه دې

comments 0

8 Views

هندوکش – کابل: له ارګه په خپور شوي اعلامیې کې راغلي چې، د قطر امیر جمهور رئیس غني ته ویلي چې په هغه کتنه کې چې له طالبانو سره لرله، هغوی ته یې دا څرګنده کړې چې نننی افغانستان د دوو لسېزو مخکېنی هیواد نه دی، بلکې په افغانستان کې یو لړ نوي واقعیتونه رامنځته شوي او دغه هیواد تغییر کړی دی.
ارګ د قطر د امیر له قوله ویلي: “د افغانستان نوي واقعیتونه دا دي چې دغه هیواد اوس یو منتخب مشروع حکومت لري او طالبان باید دا ومني چې افغان دولت د خپل ملت استازیتوب کوي او د دوی جدي او مشروع غوښتنې مطرح کوي، طبعاً طالبان هم غوښتنې لري چې د مذاکراتو په جریان کې به پرې بحث وشي”.
ارگ ویلي چې جمهور رئیس غني د قطر له امیر څخه مننه کړې او ویلي دي، چې د اړتیا پر مهال به له نوموړي سره د سولې په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
قطر د ۲۰۱۱ میلادي کال راپدیخوا په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربتوب په غاړه لري. خو دغه هیواد په تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې په کابل کې د لومړي ځل لپاره خپل سفارت هم پرانیست.
د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په قطر کې د تیرې شنبې په ورځ ( کب لسمه) لاسلیک شوه.
افغان حکومت د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون نه درلود، خو د طالبانو سره د بین الافغاني خبرو د اجنډا د معلومولو لپاره یې یو شپږ کسیز پلاوی دوحې ته استولی دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په ټینګار ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو سره یې د بین الافغاني خبرو د پیل وړاندې د پنځه سزرو طالب بندیانو د خوشې کیدو په اړه موافقه نه ده کړې.
خو ښاغلي غني ویلي چې د بندیانو د خلاصون مسلې باندې د بین الافغاني خبرو پر مهال بحث کیدلای شي.
دا هڅې په داسې حال کې پیل شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې باید بین الافغاني خبرې شپږ ورځې وروسته د کب په شلمه پیل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments