شکایتونو کمېسیون د عدالت ډاډ ورکړی/ عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

ټاکنو کمېسیون د دسمبر ۲۲مه د ولسمشریزه ټاکنو پایلې اعلان کړې او شکایتونو کمېسیون اعلان وکړ چې که څوک شکایت لري له دوی سره دې ثبت کړي.
افغانانو د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره نږدې درې میاشتې انتظار وویست او ټاکنو کمېسیون د لا ډير شفافیت لپاره د اعلان نیټه ځنډولې او بلاخره یې پایلې اعلان کړې چې لومړی پړاو ګټونکی لري او شکایتونو کمېسیون به د شکایتونو تر څېړلو وروسته نهایي پایلې ټاکنو کمېسیون ته ولیږي او اعلان به شي.
شکایتونو کمېسیون په دوه ورځو کې له ۱۱ زره زیات شکایتونه ثبت کړي او یواځې هغه شکایتونه به ترې وڅېړل شي چې مستند او د څېړلو وړ دی.
شکایتونو کمېسیون داسې دی لکه محکمه، ټول شي شکایتونه به څېړي او که کوم نوماند هر مرکز او محل باندې شکایت کیږي، هغه به څېړل کیږی او شکایت کوونکي ته به قناعت ورکول کیږي.
د ۲۰۱۹م کال ټاکنو ښه خبر دا دی چې د افغانانو له لوري مدیریت کیږي او هیڅ ډول بهرنۍ مداخلې پکې نشته.
افغانانو اوس د دې وړتیا پیدا کړې چې هر ډول ملي پروسې مدیریت کړي او لکه څنګه چې نړیوال د باور غوښتنه کوي، هغې غوښتنې ته ورسیږي.
د مالوماتو له مخې د ثبات او همپالنې ټیم له شپږ زره زیات شکایتونه، د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیم له څلور زره زیات شکایتونه او د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم بیا ۱۱سوه شکایتونه ثبت کړي دي.
شکایتونو کمېسیون ټولو نوماندانو ته ډاډ ورکړی چې په ټول توان او امکاناتو به شکایتونه په بې پرې ډول څېړي او ټولو ته به عدالت رسیږي.
که څه هم ځینې نوماندان اندیښنه لري چې دومره زیات شکایتونه به څومره وخت او څنګه څېړل کیږي، خو ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ډاډ ښودلی چې ټول شکایتونه د څېړلو نه دي او له چاڼ وروسته به مستند شکایتونه وڅېړي.
افغانانو ته پکار ده چې د سر چوک اوازو پسې لاړ نه شي او صبر وکړي چې شکایتونو کمېسیون څه پریکړه کوي او څنګه تصمیم نیسي.
افغانان په ولسواکۍ باور لري او یوه رای کولی شي د افغانستان سرنوشت وټاکي.
کمېسیونونه خپلواک دي او هیڅوک نه شي کولی تر فشار لاندې یې ونیسی او یا هیڅوک نه شي کولی کمېسیون په پریکړو او تصمیمونو باندې مجبور کړي.
داخلي او بهرنیو کړیو هڅه وکړه چې د ټاکنو پروسه کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نوم بدي کړي، خو په دې کار و نه توانیدل ، افغان ځواکونو د امنیت برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کړی، هیڅ ډول لاسوهنه یې نه ده کړې او نور د کمېسیونونو وار دی چې څه ډول پریکړې کوي.
افغانان به د کمېسیونونو پریکړو ته درناوی وکړي او امنیتي او دفاعي ځواکونه به هیچاته اجازه ور نه کړي چې له ولسواکۍ په ګټنې ګډوډي جوړه کړي او یا کوم بحران رامنځ ته کړي.

Share this page to Telegram

Comments