شيخ پردل: طالب له خدايه بې خبره ده او په روژه کې مسلمانان په شهادت رسوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ خبرخونه: په ایران کې د اهل سنت وتلي عالم چې په ټوله نړۍ کې مينه وال لري په کابل کې وروستی برید په کلکو ټکو غندلی دی او ويلي يي دي چې طالب له خدايه بې خبره دی او خپل وروڼه د کفارو په خاطر په شهادت رسوي.

شيخ صالح محمد پردل په نوي ويډيو کليپ کې ويلي دي چې اسلام د امنيت، سکون، دوستي، همپالنې او يو بل منلو دين دی او طالبان د دين په نوم وحشت کوي او زه ټولو ته صبر غواړم.

نوموړي ويلي دي:« څو ورځې کيږي خبر وينم يوه ډيره وحشتناکه پيښه په روژه کې شوې، دا وحشت يم بمي بريد دی په کابل کې چې نوي تنه پکې وژل شوي او ۴۰۰ پکې ټپيان شوي دي، دومره دي چې را ټوليږي نه،دا يوه خونړۍ پيښه وه چې يو شرور او له خدايه بې خبره انسان په ملا پورې د تړلي بم پر مټ کړې.»

نوموړی زیاتوي:«په لويو لارو کې چې خلک،ماشومان، میرمنې، او سپين ږيري پرې ځي ته برید کوې، دا څومره بم وو چې تر څلورو کيلومترو پورې يي ښيښې تويي کړي، نوي تنه پکې شهيدان شوي، په روژه کې چې دا مياشت د سکون او آرامښت مياشت ده.»

شيخ پردل زیاتوي:«اجازه راکړۍ زه تسلیت ورته و وايم، افغانان ښه او مينه ناک خلک دي، زموږ وروڼه او عزیزان دي، افغانستان د مينه ناکوخلکو ځای دی، دا هیواد کلونه کيږي د اسلام د دښمنانو تر يرغل لاندې دی،يو ځلې انګریزان،بیا روسان او اوس پکې ټوله نړۍ شته.»

پردل زياتوي:« له دښمنه د وحشت تمه نه کيږي خو اوس له نيږدې خپله د وحشت تمه کيږي، اسلام د مينې، خيرخواهي، تیريدنې، صفا، صمميت، مینې،زړه سوي او يو بل منلو دين دی»

هغه ټينګار کوي:« يو بل ته کتل موباید په مينه وي نه د وينو کتل، الله تعالی بد حتی کفارو ته نه ګوري، له الله سره يي د جګړې اعلان کړی خو الله بیا هم روزي ورکوي، خو ډير مسلمانان لاسونه يي دښمن ته ورکړي خپل وروڼه وژني،دا تکفير، زور زیاتی، جبر او نور خو يي څه کوې حتی دوی انسانیت ته د تباهۍ له هندارې ګوري خو زه بیا وايم اسلام د مينې، دوستۍ او يو بل منلو دین دی.»

نوموړي په دې ويډيو کې چې نوې خپره شوې ده شيخ صالح محمد پردل يو وار بیا پر طالب او داعش ځناورو غږ کړی دی چې له وحشته دې لاس په سر شي او په خپل ولس دې زړه وسوځوي ځکه دا کارونه د مسلمان نه بلکه د کافر له شان سره ښايي.

ياده دې وي چې شيخ صالح محمد پردل په ټوله اسلامي نړۍ کې منل شوی ديني عالم، مبلغ او د اسلام د خپراوي مبارز دی چې په ډيرو سختو حالاتو کې د ريښتوني اسلام نوې او ټول منلې بڼه تر مسلمانانو پورې رسوي.

ياده دې وي چې تیره اونۍ په کابل کې په يو خونړي بريد کې طالبانو د آی اس ای په مرسته په يو بريد کې سل افغانان په شهادت ورسول او څلور سوه نور ټپیان شول.

طالبانو د خپلو وحشتونو په لړ کې پرون د يو لاریون په لړ کې د وژل شوي يو تن پر جنازه په بريد کې هم ۲۲ تنه شهيدان کړل او تر شپیتوډير يي ټپیان کړل.

د افغانستان د ملي امنيت ریاست هم وايي چې دوی کره اسناد لري چې وروستي بریدونه حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتو په واسطه ترسره کړي دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply