شهزاد محمدي لس اوریزه لیګ کې ریکارد جوړ کړ

comments 0

32 Views

هندوکش – د کرکت لس اوریزه لیګ دوهم پړاو چې سیندیز او راجپورت تر منځ په لاره اچول شوې وو ددویم پړاو په سیالیو کې شهزاد محمد د افغان کرکټ لوبډلې پیاوړي لوبغاړي ریکاډونه جوړ کړي.
نوموړي هغه ريکارډ کې ځان شريک کړ چې څو ورځې وړاندې يو بل افغان لوبغاړي (حضرت الله ځاځي) هم جوړ کړی و.
شهزاد محمدي په (۱۲) توپونو نيمه سليزه ووهله او خپل نوم يې د دغه ريکارډ جوړوونکو په نوملړ کې ورزيات کړ.
همدا شان شهزاد محمدي د لس اوريزو سيالیو په يوه پاڼۍ کې تر ټولو ډېرو منډو جوړولو ريکارډ په خپل نوم کړ.
نوموړي په (۱۶) توپونو (۷۴) ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې د هغه د توپوهنې پر مټ راجبوت لوبډلې (۹۴) منډو هدف ته يوازې په (۴) اورونو کې ځان ورساوه.
شهزاد محمدي په دې توپوهنه کې (۶) څلوريزې او (۸) شپږيزې ووهلې.
همدا شان شهزاد محمدي د لس اوريزو سيالیو په يوه پاڼۍ کې د زياتو شپږيزو وهلو ریکارډ هم په خپل نوم کړ، تر دې وړاندې (ډيويډ مېلر) اووه شپږيزې وهلې وې.
راجپوت لوبډلې لومړۍ سيالي له سينديز لوبډلې څخه د لس وېکټو او (۶) اورونو په توپير وګټله.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments