شنکر: پاکستان له ترهګرو لاس نه اخلي

comments 0

0 Views

هندوکش – هندوستان: هندي چارواکو ویلي، د افغانستان له لوري څخه پاکستان سره مشکل لري.
د هند ملي امنیت مخکیني سلاکار شیوي شنکر منون ویلي، پاکستان نه یواځې د چې په خپله خاوره کې ترهګرۍ ته پرمختګ ورکوي بلکې افغانستان کې ترهګر روزي.
دغه هندي ډيپلوماټ همدراز ویلي، د نورې نړۍ په خلاف پاکستان د ترهګریزو فعالیتونو له لارې خپلې ګټې افغانستان کې لټوي.
هغه همداراز پر امریکا غږ کړی چې له افغانستان د امریکايي سرتیرو له وتو وروسته دې خپل چلند د پاکستان په وړاندې بدل کړي.
تر دې وړاندې هند پاکستان د ترهګرو مور یاده کړې وه او په هېوادونو یې غږ کړی و چې دا هېواد تر فشار لاندې ونیسي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments