شنونکي: د کابل تر برید وروسته له طالبانو باید ضمانت واخیستل شي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: په کابل کې وړمه شپه طالبانو په يو هوټل کې د ميلاد النبي ناستې ته پر راټولو شویو علماوو، حافظانو او ملکی وګړو برید وکړ چې شپيته تنه ملکي وګړي پکې شهيدان او سل تنه هم ټپيان شول.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد د پيښې له کيدو سره سم ددې بريد پړه پر غاړه واخیسته او په خپل ټويټ کې يي په ښکاره ليکلي وو:« په کابل کې په نني استشهادي برید کې هغه مرتد عالمان په نښه شوي دي چې د اسلامي امارت د حق جهاد پر وړاندې يي فتواوې ورکولې.»
تر بريد يوازې دوه ساعته وروسته ياد ټويټ پاک کړی شو او په کابل کې د يو شمېر طالب پلوو رسنیو پر مټ طالبانو د يوې بلې خبرپاڼې په خپرولو سره د رد خبرپاڼې هم خپرې کړې او ځينې کابل ميشتو مبلغينو يي هم يو ډول د طالبانو دبرأت کیسه راپورته کړه.
له هندوکش سره په خبرو کې يو شمېر شنونکي وايي چې د کابل برید طالبانو کړی دی.
د ملي امنيت پخواني رئيس امرالله صالح پر خپله فیسبوکپاڼه ليکلي دي چې طالبانو تر بريد څو ورځې مخکې د هوايي ډګر پر سړک د ودونو هوټلونو ته د شپې پاڼو په استولو سره خبرداری ورکړی وو چې خپل فعالیتونه دې ودروي کينې په نښه به شي.
شنونکي وايي چې په لويه کې ذهنيت دا وو چې له طالبانو سره د سولې د کيدو په صورت کې به افغان ولس نور له ځانمرګو بریدونو، ناامنيو،ترهګریزو حملو او په يو او بل نوم د روسانو، ایرانيانو او پاکستانيانو له روانې جګړې وژغورل شي خو اوس چې طالبان د برید پړه نه مني، داعش يي مسولیت نه اخلي نو دا خبره رښتيا ده چې له طالبانو سره د سولې له کيدو سره سره به هم سوله مانا ونلري.
دوی وايي:« په هیواد کې په تیرو ولسو کلونو کې شته لاسته راوړنې د ملت د قربانيو پايله ده، طالبانو دې ملت ته د خير پر ځای شر رسولی، قتلونه يي کړي، عامه ځايونه يي په نښه کړي، پاخه سړکونه يي په بمونو الوزولي، ښونځي يي سوځوليو په روغتونونو او هوټلونو يي بریدونه کړي دي. اوس چې سولې ته لږې هيلې پيدا شوي دي ملت په دې نظر دی چې د وحشتونو د پای ته رسيدو په صورت کې طالبانو ته امتیاز ورکول کيږي، بښل کيږي او يا بله معامله کيږي هيڅ خبره نشته خو که طالبانو ته امتیاز هم ورکول کیږي، په نظام کې هم شريکيږي،په مجللو دفاترو کې ورته زمينه سازي هم کيږي خو بیا هم بریدونه روان وي، بهرنۍ لاسوهنې روانې وي او موږ د پاکستان، ایران او روسانو د سړې جګړې ښکار کيږو تر دې سولې به نه سوله د په جديت سره د قربانيو په ورکړې افغان ژغورنه غوره وي.»
دوی زياتوي:« په کابل کې او په نور هیواد کې د طالبانو وروستي بریدونه ددې لپاره وو چې دوی د يوې پياوړې ډلې په توګه د سولې په مذاکراتو کې ډير امتیازات تر لاسه کړي، خو په کابل کې شوې پيښې وروسته يي پر کړي ټويټ باندې انکار ددې ښودنه کوي چې سبا شونې ده د طالبانو د راتګ په صورت کې هم تر دې ستر وحشتونه وشي.»
شنونکي زیاتوي:« له طالبانو کلک تضمين اخیستل په کار دي، امریکا دې موږ ته يو اړخیزه سوله نه راولي بلکه طالبان، ایران، پاکستان او روسیه باید تضمين ورکړي چې سولې ته د طالبانو له راتګ سره سم به پاکستان او ایران په افغانستان کې پټه روانه کړې مذهبی جګړه دروي ځکه دلته د يوې ډلې د راتګ په صورت کې په نورو پانګونه او د وحشتونو دوام سوله بې مانا کوي.»
دوی زیاتوي:« داعش پاکستان جوړ کړی دی، داعش ایران هم جوړ کړی دی، پاکستانيان پکې خپلې موخې لري او ایرانیان بیا د مذهبی نفاق لپاره له داعش، طالب او فاطميون څخه استفاده کوي، د داعش مشران د پاکستان وو، د بيعت نارې په پاکستان کې پورته شوې، په افغانستان کې ډيری جنګيدونکي داعشیان د قبایلي سیمو اورکزي او نور قبایل دي چې پاکستاني پوځ او استخباراتو ګمارلي دي.»
د دوی په خبره شونې ده له طالبانو سره د ننداره ایزې سولې په صورت کې پاکستان صفای صحابه، لشکر جنګوي، جيش محمد،لشکر طيبه، داعش،القاعده او ډيرې نورې ډلې د کشمير پر ځای افغانستان ته را ماتې کړي.»
د دوی په خبره په افغانستان کې د ولس کلن وحشت کونکي طالبان باید په مشروط ډول وبښل شي او لکه دوی چې د بهرنیانو د وتلو په تړاو نړۍ وال ضمانت غواړي، خپل بنديان آزادول غواړي او يا له تورليست څخه د ترهګرو مشرانو ويستل غواړي همداسې د افغان وژنې د مطلقې پای ته رسیدنې په خاطر دوی او باداران يي هم نړۍ والې ټولنې ته باید ضمانت ورکړي.»
همدا راز په هیواد کې ديني علما هم وايي چې پر علماوو او دیني مراسمو د طالبانو برید ددې ښودنه کوي چې دوی د نورو لپاره د آلې په توګه کارول کيږي او طالبان دين او وطن ته هيڅ ډول ارزښت نه ورکوي.
د افغانستان د متحدو علماوو شورا ددې برید د غندنې تر څنګ پر ديني علماوو غږ کړی دی چې د ديني مسولیت پر بنسټ دې نور په مساجدو او منابرو کې د طالباني او داعشي افراطيت او مسلمان وژنې پر ضد غږ پورته شي.
دوی وايي چې جګړه تر محراب او منبر پورې را رسيدلې او د علماوو مسولیت دی چې نور ددې جګړې پر ضد د فتوا په ورکولو سره دين او مسلمه امت د افراطيت، طالبانو او داعش خوارجو له بریدونو وژغوري.
سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments