شمال کې ۶۱ ترهګر وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: شمال کې د شاهین قول اردو وایي، ۲۴ ساعتونو کې یې د هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې ۶۱ طالب ترهګر وژلي دي دي.
د شاهین قول اردو خبرپاڼه لیکي چې دا عملیات او بریدونه یې د بلخ او فاریاب ولایتونوځینو ولسوالیو کې کړي دي.
خبرپاڼه لیکي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مهم قومندانان او سرګروپان هم شامل دي.
د سرچینې په حواله، شمال کې د طالبانو پسرلني عملیات یې له سختې ماتې سره مخ کړي او طالبانو ته هیڅ موقع نه ورکوي چې بریدونه او یا مخامخ جګړه وکړي.
ملي دفاع وزارت ډاډ ښودلی چې سږ کال به د طالبانو د فعالیتونو وروستی کال وي او دومره به یې وځپي چې خپله له جګړې لاس واخلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments