شمال کې یوه چورلکه لویدلې

comments 0

1383 Views

هندوکش – پروان: د هېواد په شمال کې یوه جرمنۍ چورلکه له الوتو وړاندې ويشتل شوې.
جرمني رسنيو ويلي ، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د جرمني سرتېرو CH-53 چورلکه هغه مهال وويشتل شوه چې له کندز څخه بلخ ته د الوتو په حال کې وه ، خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تر اوسه د دې چورلکې د ويشتو مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جرمني د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې ۱۳۰۰ سرتېري لري ، چې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments