شمال کې د طالبانو پلان ناکام شو

comments 0

0 Views

هندوکش – شمال زون: شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسوولین وايي، د طالبانو کوټې او پېښور شورا پلان درلود چې په روان کال کې د شمال ځینې سیمې سقوط کړي، خو له ناکامۍ سره یې مخ کړل.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبین وايي چې د روان کال په اتو میاشتو کې یې په دغه زون کې ۳۶۰۰ مخالفین وژلي، ۲۵۰۰ يې ټپيان کړي او ۵۰۰ نور یې ژوندي نیولي دي.
د مبین په خبره طالبانو ته یې سږ کال داسې ګوزارونه ورکړي چې راتلونکي کال به د جګړې زور و نه لري.
د شاهین قول اردو قومندان دا هم مني چې د جوزجان او فاریاب په ځينو سیمو کې داعش ډله فعالیت کوي او زیاتوي چې د ځپلو لپاره یې تیاری نیسي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply