شمالي کوریا د سایبري بریدونو له لارې دوه میلیارده ډالر غلا کړي

comments 0

4 Views

هندوکش – شمالي کوریا: د بهرنیو رسنیو راپورونو له مخې، ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د سایبري غلاوو ریپورت خپور کړې.
د ملګرو ملتونو په دې محرمانه راپور کې راغلي، پیونګ یانګ د ونډو بازارونو پر اړوندو بانکونو بریدونه کړي دي.
ملګري ملتونه د شمالي کوریا د ۳۵ سایبري بریدونو څېړنه کوي.
په امنیت شورا کې د شمالي کوریا د بندیزونو په اړه کارپوهانو په خپله څېړنه کې ویلي، دغه هېواد د د سایبري بریدونو له لارې د بهرنیو اسعارو ترلاسه کولو په هڅه کې دی.
په رپوټ کې راغلي، شمالي کوریا د ملګرو ملتونو بندیزونه هم مات کړي او په بېړیو کې یې د ډله ییزې وژنې اړوندو وسلو توکي لېږدولي دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments