شمالي کوریا بیا د راکټونو ازمویل پیل کړل

comments 0

3999 Views

هندوکش-کوریا:نن سهار شمالي کوریا دوه راکټونه و ازمویل ویل کېږي چې دا راکټونه د جَنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د ګډو پوځي تمرینونو په غبرګون توغول شوي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند چې د نوم‌ د اخستلو څخه يي ډ ډه وکړه وی ویل د امریکا او جَنوبي کوریا تمرینونو دوی اړ کړل چې د ملي دفاع د یوه حیاتي عنصر په توګه راکټونه جوړ او وازمويي.
د جَنوبي کوریا لوی درستیز ویلي چې د شمالي کوریا دا راکټونه د دغه هېواد له لوېدیځو ساحلونو توغول شوي او په ختیځو اوبو کې لوېدلي.
دا له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جولای په ۲۵مه د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د کوریاګانو په یوه سرحدي سیمه کې وکتل لږ تر لږه څلور وار دی چې شمالي کوریا څو غبرګې راکټي ازموینې کوي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments