شمالي کوریا بریدونو ته د وام ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کوریا: د رویټرز خبري آژانس د خبرله مخې کیم جونګ اون د امریکا د ګوام په ټاپو دبرید په اړه د پوځ لخوا جوړشوی پلان قبول کړ.
دشمالي کوریا د پوځ لخوا په ګوام دبالستیک توغندیو برید کولو اړوند پلان قبول کړ.
دشمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویلي دي چې په ګوام د برید نه مخکې په د امریکا فعالیتونه له نېږدې څارلي.
دبله پلوه د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر جیمزمتیس خبرداری ورکړی دی چې دشمالي کوریا لخوا د هرډول برید وروسته به په ډیره چټکه توګه جګړه پيل شي.
دا په داسی حال کې ده چې شمالي کوریا تیره اوونۍ اعلان وکړ چې د امریکا اړوند د ګوام په سیمه دبرید په پلان غورکوي. شمالي کوریا ویلي وو چې په ګوام به ۴ د بالستیک توغندیو بریدونه وکړي.
د یادونې وړ دی چې امریکا متحده ایالتونه په ګوام جزیره کې ډیرې لویې لویې عسکري هډې لري.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *