شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

96 Views

هندوکش – وزیرستان: پاکستاني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر برید شوی دی چې له امله یې یو پوځي وژل شوی او درې نور سخت ټپیان دي.
پاکستاني چارواکي وایي چې دا پېښه د جنوبي وزیرستان په کرکڼې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پوځیانو موټر له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و.
د چارواکو په خبره ډزې له نامعلوم لورې څخه شوې دي.
راپورونه وایي، په پېښه کې ټپي شوي سرتېري روغتون ته لېږدول شوي دي چې د دوو هغو یې روغتیاي وضعیت د اندېښنې وړ دی. چارواکي وایي، له پېښې وروسته نور امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د بریدګرو د لټون عملیات یې پیل کړې دي. تر اوسه د برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments