شلغمې کومې ګټې لري

comments 0

0 Views

شلغمې د نورو بوټو په څېر ډېر ترکیبات لري چې د التهاب او مکروب ضد خاصیت لري ، شلغمې د k ویتامین په درلودلو سره شهرت لري ، چې د زړه او عروقي ناروغیو درملنه کوي چې دا ځانګړنه یې د زړه حملې څخه مخنیوی کوي ، همدارنګه شلغمې د کلسترولو کچه په بدن کې مناسبه ساتې
 د شلغمو اوبه د پوستکي جوش له منځه وړي .
 شلغمې د حافظي په سلامتیا کې رول لري
 شلغمې د وینې کمېدا مخنیوی کوي .
 شلغمې د ه‌ډوکو روغتیا ته ګټورې دي او امیندواره مېرمنې یې باید ډېرې وخوري .
 هغه مېرمنې چې د امیندوارۍ په موده کې شلغمې خوري ماشوم یې ژر وده کوي ، ژر خبرې کوي او د هډوکو سلامتیا یې تضمینوي
 شلغمې د سرطان مخنیوی کوي او ډاکتران یې حتی د سرطان درمل ګڼي
 شلغمې د پوستکي ډیری ناروغۍ درملنه کوي

او بالاخره هڅه وکړئ شلغمې د ژمي په موسم کې ډېرې وخورئ ځکه پدې موسم کې د تنفسي ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره ډېرې ګټورې دي ، پخې شلغمې تر ټولو ښه سهارنۍ خواړه دي ، بدن مو سالم ساتي او له مکروبونو به په امان واوسئ
ستاسو د روغتیا په هیله

Share this page to Telegram

Comments