شعر / پوهنمل محمد وارث

comments 0

0 Views

دلته پلونه په ګردونو کې ورک شوي
کاروانونه سهارونو کې ورک شوي

دې حالاتو خلک داسې لیوني کړل
چې د وخت په ګردابونوکې ورک شوي

ویرې خپلې ریښې دومره ځغلولي
چې تنزري اوس په غرونو کې ورک شوي

ما دپلار نیکه کور کلی پیدا نکړ
د بارودو توپانونو کې ورک شوي

کلک عزمونه شړیدلي راته ښکاري
رغیدل یې په فکرونو کې ورک شوي

بورو میندو تورې خاورې په سر باد کړې
چې بچیان یې په جنګونو کې ورک شوي

لاسنیوی د هغه چا وکړه ( وارثه )
چې په ستړو ارمانونو کې ورک شوي

Share this page to Telegram

Comments