شراب او سرطان څه اړیکې لري

comments 0

0 Views

هسې خو د انسان روغتيا ته د شرابو د زيان په اړه بار بار څېړنې شوي دي، او دا معلومه شوې ده، چې شراب د انسان بدن له لسګونو مرګونو ناروغيو او ګواښونو سره مخ کوي، خو برتانوي پوهانو په تازه څېړنو کې خبرداری ورکړی، چې هره ورځ د شرابو يو کوچنی ګيلاس څکل په مېرمنو کې د سينې په سرطان د اخته کېدو ګواښ زياتوي.
د برتانوۍ ورځپاڼې ډيلي ميل په وينا روغتيا پوهانو څرګنده کړې ده، چې د هغو لارښوونو له عملي کولو سره هم، چې څکل په امن طريقې سره وشي، خو د شرابو څکل روغتيا له ګواښ سره مخ کوي. د يادو روغتيا پوهانو له څېړنې سره سم، هغه مېرمنې چې روزانه شراب څکي، اګر که ډېر کم هم وي،۱۳ سلنه ډېرې د سينې له سرطان سره مخ دي او پر دې سربېره د ګېډې، کولمو، حلق، خولې، مرۍ، او حنجرې له پړسوب سره مخ کېږي. مجلې د نشو په اړه د متخصص ډاکټر يورجين ريهم له خولې ليکلي دي، د کومو مېرمنو چې په کورنيو کې د سينې د سرطان سابقه وي، هغوی دې د شرابو په هغه اندازه سوچ وکړي، چې دوی يې روزانه څکي او يا دې يې چور پرېږدي

Share this page to Telegram

Comments