شجاعي له ملکي خلکو سره جګړه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له حکومته د یاغي جګړه مار قوماندان حکیم شجاعي کسانو او د ارزګان خاص ارزګان ولسوالۍ د ملکي وګړو ترمنځ نښته کې دوه ویشت کسان وژل شوي.
د مشرانو جرګې د شکایتونو اوریدو کمېسیون مشر محمد حنیف حنفي وايي، جګړه تیره ورځ وروسته له هغې وشوه چې د حکیم شجاعي کسانو د خاص ارزګان ولسوالۍ کندلانو سیمه کې پر یو کلي حجوم وروړو.
جګړه کې له عامو خلکو سره طالبانو هم مرسته کړې.
جګړه کې د شجاعي مرستیال فکور په ګډون اوه غیر مسول وسله وال وژل شوي او د شجاعي په ګډون اوه نور ټپیان شوي دي.
د خاص ارزګان ولسوالۍ څخه یوې امنیتي باوري سرچینې وویل چې دغه جګړه کې تر اوسه ۲۲ ملکیان هم وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
. د ارزګان والي پېښه مني خو وايي کره مالومات نه لري. سویل کي د ۲۰۵ اتل قول اردو او نور امنیتي مسوولین بیا په دې تړاو ناخبري ښيي
. حکیم شجاعي یو له هغو زورواکو قوماندانانو دی چې حکومت یې دنیولو امر ورکړی خو هیڅ امنیتي او دفاعي ارګان تر اوسه د هغه په نیولو نه دی توانیدلی.
سپوږمۍ پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments