شاکر کونړی ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې تېره ورځ بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه کړي چې د داعش د سرګروپ شاکر کونړي په ګډون پکې ۱۴ داعشیان وژل شوي دي.
یو امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش نیوز ته ویلي، تېره ورځ ناوخته د اچین ولسوالۍ مامنددرې مرغه سیمه کې د داعش یو مرکز په نښه کړ چې ۱۴ کسیزه ډله یې پکې ځای په ځای ووژل شوه.
په دې ۱۴ کسیزه ډله کې بهرني داعش وسله وال هم شامل و چې افغانستان ته د جګړې لپاره راغلي و.
داعش وسله وال، اوس د اچین، خوږیاڼو او هسکې مینې ولسوالیو کې فعالیت کوي چې زیاته برخه یې بهرني وسله وال تشکیلوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply